دکرونا وایرس دلاسه پاکستان کې تړل شوې تعلیمي ادارې شپږ میاشتې وروسته بیا پرانستل شوې

پاکستان کې دکرونا وایرس په دپېښو کې د ډاګیز کموت رامنځته کیدو له امله قابو شپږ میاشتې وروسته تړل شوې تعلیمي ادارې یو ځل بیا پرانستل شوي اؤ په میلیونونو طالبعلمان د نهې په ورځ سکولونو کالجونو او پوهنتونونو ته تللي دي.

چارواکو په وړومبي پړاؤ کې د نهم ټولګي څخه دنیولي ۱۲م ټولي اؤ دپوهنتونونو په کچه د سر دوباره د زده کړو اجازه ورکړې خو ددې ترڅنګ یې په طالبعلمانو اؤ استاذانو د ماسک اچولو اؤ دټولنیز واټن ساتلو سپارښتنه هم کړې ده.

په پېښور کې د حسنین شهید دمنځنیو زده کړو د سکول مشر یا پرنسپل وایس آف امریکا ډیوه ته ویلي نن د نهم، لسم، یوولسم ټولګیو زده کونکي سکول ته راغلي او د ۲۳ ستمبر نه به شپږم، اووم او اتم ټولګي هم پرانیستل شي.

هغه وویل دوي په ټاکل شوو احتیاطي ګامونو پوره عمل کوي او ددې لپاره یې د زده کونکو دوه ډلې جوړې کړي دي . درې ورځې به یوه او درې ورځې به بله ډله سکول ته ځي.

بل پلو ته شخصي د سکولونو زده کونکو میندې اؤ پلاران ستونزو سره مخ دي ځکه چې سکولونه ترې د تیرو شپږو میاشتو فیسونه غواړي اؤ زیاتره والدین دریځ لري چې دکرونا وایرس له امله هغوئ هم په اقتصادي توګه ځپل شوي اؤ نه شي کولی چې دفیسونو دومره ډیرې پیسې سکولونو ته ورکړي.

پېښور کې میشت خبریال شمس موند وایي حکومت باید داسې تګ لاره جوړه کړي چې فیسونه دریو برخو کې وویشل شي.

هغه وایي دفیسونو یوه برخه دې حکومت د کرونا فنډ نه شخصي سکولونو ته ورکړي. یوه دې سکولونه برداشت کړي او دریمه دې والدین ورکړي.

خو د لرې پرتو سیمو نه رارسیدلي راپورونه وایي ځینو سکولونو کې تشنابونه او اوبه نیشته او د لاسو وینځلو هیڅ بندوبست نیشته چې له دې امله یوځل بیا دکرونا وباء د سر راپورته کولو اندېښنه ده.

خو د تعلیم محکمې صوبایي ډایریکټر ډوکټر حافظ محمد ابراهیم ډيوه ته ویلي دا دومره لویه ستونزه نه ده ځکه چې هر سکول سره پنګې موجودې دي.

هغه ویلي دقام دبچو دصحت خیال به ساتل کیږي اؤ په دې لړ کې چې کومې سپارښتنې حکومت اؤ دصحت محکمې چارواکو کړي په هغې به بشپړه عمل کولی ش