په پاکستان کې جرنلسټان د غدارۍ او بغاوت د مقدمو سره مخ دي

واشنګټن ــــ دا وخت په پاکستان کې درې نوموړي صحافيان د پوځ او حکومت خلاف په تنقيدي ليکنو او خورونو د غدارۍ او بغاوت په مقدمو کې نښلول شوي چې د مېډیا او بشري حقونو تنظيمونو يې غندنه کړې او دا عمل يې د اظهار د ازادۍ خلاف ګام بللی.

د بلې خوا د ملک په پارلمان کې د حکمران تحريک انصاف ګوند غړي امجد علي خان يو بِل جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې که چا د پوځ لا د کوم پوځي د سپکاوي دانسته هڅې وکړې بايد تر دوه کالو قيد او پينځه لکه روپۍ جرمانه کړل شي.

البته د وزير اعظم عمران خان په کابينه کې د بشري حقونو وزيرې د بِل په حقله سپيناوی کړی او ويلي يې دي دا يو پرایوېټ ممبر بِل دی چې د حکومت نمايندګي نه کوي.

په سوشل مېډیا د پاکستان په پوځ نيوکې او بحثونه هله پيل شول چې صحافي احمد نوراني د پخواني جنرل او د چين پاکستان د سيپېک منصوبې مشر جنرل عاصم سليم باجوه د کورنۍ د میلینونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو د کاروبار تفصيل خور کړو.

جنرل عاصم باجوه چې په يو وخت د عمران خان د مېډیا سلاکار هم دی په خپل ټويټ کې د احمد نوراني دعوه دروغ بللې او دا عمل يې د سپيک منصوبې خلاف د ملک دښمنانو پلمه ګڼلې خو احمد نوراني د خپل خبر دفاع کوي او دعوه لري ټول دستاويزي ثبوتونه لري.

که هر څو عمران خان دعوه کوي چې په پاکستان کې مېډیا ازاده ده خو د صحافيانو او د بشري حقونو تنظيمونه وايي په مېډیا لګېدلي بندېزونه د بل هر وخت نه زيات او ان تر دې چې داسې کله د پوځي امرانو په مارشلاګانو کې هم نه دي شوي.

د يادو بندېزونو خلاف صحافيان احتجاجونه کوي او دريځ لري چې د جنګ ګروپ مشر مير شکيل الرحمان د شپږو مياشتو راهیسې په يوه بې بنياده او زړه مقدمه کې په بند کې ساتل يې يوه بېلګه ده.

تېره اوونۍ د پاکستان په درو جرنلسټانو د انګرېزۍ اخبار ايکسپرېس ټريبيون نيوز ایډيټر بلال فاروقي، د پاکستان د اليکټرانک مېډیا د کنټرول د ادارې پېمرا په پخواني مشر او د اج ټي وي اينکر ابصار عالم او د سماء ټي وي په کارکن اسد علي طور خلاف د بغاوت او غدارۍ مقدمې درج شوي دي.

سينېر صحافي او د بشري حقونو مخکښ امتياز عالم او د صحافيانو د مرکزي تنظيم جنرل سيکرټري عباس ناصر د دې مقدمو غندنه کړې او دا يې د حکومت د پرېس په ازادۍ ګزار بللی دی.

څه موده وړاندې ټي وي اينکر مطيع الله جان د اسلام اباد نه بې درکه کړل شوی وو، چې د بې درکۍ په ضد یې په سوشل مېډیا ‌‌‌‌‌‌ډېر شور پورته شوی وو او په هماغه ورځ د راخوشي کېدو وروسته هغه دعوه کړې وه چې استخباراتي ادارو پورته کړی وو.

پاکستاني صحافيان وايي د ادارو واک اختيار يې د استخباراتي ادارو په لاس کې دی او هغه څه چاپ کول او نشرولو ته نه پرېږدي چې پکې په پوځ لا حکومت نيوکې کيږي.

په پاکستان کې هغه انلاين اخبارونه او د مېډیا چېنلونه هم تړل شوي چې پکې د امريکا غږ د اردو او پښتو نشريات هم دي.

د صحافيانو نړيوالې ادارې ار ايس ايف د پریس د ازادۍ په نړيوال فهرست کې پاکستان درې درجې نور ښکته کړی او په ټولو 180 هېوادونو کې په 145م ځای دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال احتشام افغان خلاف هم په سوشل مېډیا په پوځ او حکومت د نيوکو په سر د غدارۍ او بغاوت مقدمه جوړه کړل شوې خو بل خوا په شپه شپه د ليکوال او ټي وي اينکر سهېل وړاېچ کتاب "یہ کمپنی نہیں چلے گی" د دوکانونو نه اوچت کړل شوی دی.

"دا کمپنۍ د چلېدو نه ده" نومي کتاب ليکوال ښاغلي وړاېچ په يو ویډیو بيان کې ويلي کتاب يې ځکه د بازاره پورته شوی چې په حکومت د کتاب په مخ جوړ کارټون بد لګېدلی دی.

په کارټون کې ښودل شوي چې وزير اعظم عمران خان په مځکه ناست دی او په کرسۍ کې د پوځ مشر جنرل جاويد قمر باجوه په داسې انداز کې ناست دی چې پښه يې په بله اړولې ده.