د شمالي وزیرستان د روغتیا کارکوونکې ناهید د وژنې په ضد په میرعلي او ټولنیزو رسنیو کې احتجاج

ډېره اسماعیل خان + واشنګټن ـــ د شمالي وزیرستان په میر علي کې درې ورځې وړاندې په یو وسلوال برید کې د صحت څانګې په بنیادي مرکز کې کارکوونکې ناهیده بي بي د وژل کېدو په ضد نن میرعلي کې ولسي احتجاجي لاریون شوی او خلکو سخته غم و غصه څرګنده کړې ده.

د سیمې پولیسو ویلي وو چې ناهید له هغه وروسته نا معلومه کسانو په ډزو وژلې وه کله چې هغه د صحت په مرکز کې تر کار کولو وروسته خپل کور ته په رکشه کې روانه وه.

دوی ویلي وو نوموړې په یاد مرکز کې د میندو د ماشومانو زېږونې او د کمزورو ماشومانو د خوراکي کمۍ د پوره کولو په پروګرام کې کار کاوه.

احتجاج کوونکي د شورو- چارشنبې په ورځ په میرعلي بازار چوک سیمه کې راغونډ شوي وو او دا پېښه یې غندله. یوه احتجاج کوونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال جمال داوړ وویل دا برید پر یوې ښځې یا کور نه بلکې دا د دې خاورې او قام په خلاف یو سازش دی:

"دا د ټول وزیرستان د ښځو د تعلیم په ضد، د ښځو د نوکریو په ضد او د ښځو د پرمختګ په ضد برید شوی، موږ غوښتنه کوو چې په دغه پیښه کې ککړ کسان دې ونیول شي او سزاګانې دې ورکړل شي".

د دې پیښې مقدمه د ناهید بي بي د پلار په مدعیت له میرعلي پولیسو سره درج کړل شوې ده، خو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د ناهید بي بي د وژنې په ضد پر ټولنیزو رسنیو هم پراخ احتجاج شوی دی او د "جسټس فار ناهید" په نوم هېشټېګ هم چلېدلې دی. په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکلي:

"د ناهید وژنې وزیرستان ته د امین او ارامۍ د را ستنېدو دروغ رسوا کړل. د طالبانو ترهګري د بېګناه خلکو وینې غواړي او د دې کار لپاره دوی ته ازادي ورکړل شوې ده. دې ریاست خپل ډبل ګېم [دوه اړخیزه لوبه] نه ده پرېیښې، موږ یې پېژنو او په ضد به یې مبارزه کوو".

د مېرمن ناهید ورور عاطف وویل تر دې پیښې وروسته یې مور او پلار دواړه په روغتون کې بستر دي، وایي نوموړې په ټولو کې مشره وه ماسټر ډګري یې کړې وه، دوی له چا سره دوښمني نه لري، نه په دغه پیښه کې ککړ کسان دوی ته معلوم دي. عاطف وایي‌دوی وېرېږي چې برید کوونکي دوی ته نور زیان وا نه ړوي.

د میرعلي د انتظامیه دفتر په خبره ډي سي شاهد علي تېره ورځ د دوی کور ته ورغلی، له دوی سره یې درې لکه روپۍ مرسته کړې او پوره باور یې ورکړی چې په دغه پیښه کې ککړ کسان به زر معلوم کړل شي او د قانون منګولو ته به و سپارل شي.

ډي سي په دې اړوند ډیوه ته څه ونه ویل. په امریکا کې مېشتې د ښځو د حقونو مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې ګلالۍ اسماعیل هم د ناهید بي بي‌ وژنه غندلې او پر ټویټر یې لیکلي دي:

"ناهید ګل- چې د فاټا سیکرټرېټ په یو پراجیکټ کې یې د روغتیا د کارکوونکې په توګه کار کاوه- "ناپېژاندو هدفي قاتلینو" وژلې ده، ډېر امکان لري چې په میرعلي کې د ترهګرو ځایي ډلې وژلې وي، چې مخکې یې لا له این جي اوګانو سره کارکوونکو ښځو ته د کار نه کولو ګواښونه کړي وو".

خو د میر علی پوليس وايي په ناهیده بي بي د بريد کوونکو په ضد عمليات روان دي، په سیمه کې د لټون دپاره د پوليس سرتېری ځای په ځای کړل شوي دي او زر به دغو خلکو ته ورسېږي.