د دير پوليس وايي، د نهه کلنې ماشومې په سوره کې ورکوؤنکي کسان يې سره د مُلا نيولي دي

د خېبرپښتونخوا د بره دير پوليس وايي، هغه کسان يې سره د مُلا سره نيولي چې يوه نهه کلنه ماشومه يې په سوره کې 11 کلن هلک ته په نکاح کړې ده.

د پېښې په اړه د بره دير د صاحب اباد تهاڼې پولیس مشر محمد حسېن وايي دوی ته دوه ورځې مخکې خبر ترلاسه شو چې په علاقه کې يوه ماشومه چې عمر يې اته/ نهه کاله دی لس يا 11 کلن هلک ته په سوره کې په نکاح کړی شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پوليس افسر وويل، کومه ماشومه جينۍ چې په سوره کې ورکړی شوې د دې جينۍ په ورور تور دی چې د يوې جينۍ سره به يې د موبايل د لارې په [آی مو] ويډیوي خبرې کولې او خلک پرې خبر شوي وو.

هغه زياته کړه بيا د دغه جينۍ چې د هلک سره به يې خبرې کولې کورنۍ ويلي چې دغه هلک يې کورنۍ بدنامه کړې او د بدنامۍ په بدل کې يې د هلک د کورنۍ نه سوره غوښتې او د ماشومې نيکه او ترونو ورته دا ماشومه ورکړې ده.

د محمد حسېن په خبره د ماشومې د نکاح عمل پينځه ورځې مخکې ترسره شوی خو دوی دوه شپې وړاندې نکاح کوونکی مُلا، د جينۍ نيکه او ترونه او د هلک پلار او وروڼه چې ټول نهه کسان دي نيولي دي او سبا يا بله ورځ به یې عدالت ته وړاندې کوي.

هغه وويل کومې جينۍ چې په ټيليفون خبرې کولې هغه يې کور والا په کوټه کې بنده کړې او دوی (پولیس) بیا دغه جينۍ هم د کوټې نه راويستې عدالت ته يې وړاندې کړې او عدالت په ضمانت د پلار سره کور ته پرېښودې ده.

پوليس افسر وايي، دوی به اوس دا کسان عدالت ته وړاندې کوي نوره فېصله به عدالت کوي.

قانون پوهه اکبر هوتی اېډوکېټ وايي په پاکستان کې د هلک او جينۍ د واده عمر 18 کاله ټاکل شوی او د دې نه په کم عمر کې ودونه قابل سزا جرم دی.

هغه وويل په کم عمرۍ کې د ودونو سزاوار ميندې پلاران دي.

هغه زياته کړه عدالت کولی شي چې د کم عمره ماشومانو شوی نکاح مات کړي.

د اکبر هوتی په وېنا د ښځو د ساتنې د حقونو په قانون کې سوره قابل سزا جرم ګرځول شوی دی.

ديني عالم مفتي اسرار احمد مدني وايي د ماشومانو نکاح غېر شرعي او غېر قانوني دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل" په مذهب اسلام کې د نکاح دپاره د هلک او جينۍ بلوغت ته رسېدل ضروري دي، بل سوره جبري نکاح ده اود نکاح دپاره په مذهب اسلام کې دوه خبرې ضروري دي يو ګواهان او بل د حجاب او قبول [د هلک او جينۍ خوښه] که خوښه نه وي نو دا نه شي کېدی".

د سورې په اړه نوموړی وايي" چې دا کار [سوره] هم د اسلام د تصور خلاف دی ځکه چې جرم به یې ورور وکړی او سزا به یې خور ته ورکړی کيږي، په قران کې خدای پاک ويلي چې په يو انسان د بل بوج نه شي اچولی کېدی نو دا د جهالت نه ډک عمل دی او د شریعت، مذهب او د دې ملک د قانون پرضد کار دی، د دې کار پرضد علما، مذهبي، قومي او حکومتي مشرانو له يو کېدل پکار دي چې دا د جبر رسم ختم کړي دا د شریعت وېنا ده".