د پاکستان سټېټ بېنک د حکومت په مرسته د کور جوړولو لپاره خلکو ته قرضې ورکوي

مردان ـــ د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک اف پاکستان وايي د حکومت په مرسته به د کورونو جوړولو لپاره قرضې ورکول کېږي او چې څوک هم کور جوړول غواړي نو د دې سکيم نه ګټه پورته کولی شي.

په مردان کې د پاکستان د قامي بېنک منېجر نعيم خان وايي د کورونو جوړولو لپاره چې بېنک کومه قرضه ورکوي په هغې راتلونکي سود کې به د پينځه فيصده نه نهه فيصده پورې قرضه ورکوي او نور سود به د پاکستان حکومت مني. د نوموړي په وينا دا يوه اسانتياو ده چې ورسره به د کورونو جوړولو ستونزه هم هواره شي.

نعيم خان زياتوي چې دا اسانتيا د هغه چا لپاره ده چې د پينځه يا لسو مرلو کور جوړولو خواهش لري خو د دې لپاره دا ضروري ده چې قرضه اخستونکي کوم روزګار يا نوکري کوي او د کور لپاره اخستل شوی ځای به د بېنک سره ګاڼه (ګرو) کوي:

"هغو خلکو ته به مراعاتي قرض ورکول کېږي چې مخکې یې هم قرضې اخیستې او قرضې بیرته جمع کوي، کوم خلک چې کور جوړوي نو ښکاره خبره د هغه لپاره به یې ځمکه اخیستې وي هغه مځکه به له حکومت سره ګرو کوي".

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک وايي د حکومت او بېنک تر منځ يوه لوظنامه لاسليک شوې ده او د هغې ترمخه د پاکستان حکومت ۳۳ اربه روپۍ د ۱۰ کالو لپاره ايښودې دي چې داسې قرض اخستونکو ته د سود په شرح کې رعایتونه ورکړي.

د بېنک د چارواکو په وينا د کور يا فلېټ چې نرخ يې تر ۳۵ لکه روپو وي، د "نيا پاکستان هاوسنګ سکيم" لاندې د ۲۰ کالو لپاره ۲۷ لکه روپۍ قرضه تر لاسه کولای شي او په دې قرضه به د لومړيو پينځه کالو لپاره پينځه فيصده او د نورو پينځو کالو لپاره اووه فيصده سود اخیستل کېږي.

همدا راز د پينځو مرلو نه زيات کور يا پلاټ چې نرخ يې تر ۶۰ لکه روپو وي، ۵۰ لکه روپۍ قرضه اخستل کېدی شي. په دې قرضه به د اووه فيصده نه تر نهه فيصده د سود شرح وي او دا قرضه به په ۲۰ کالو کې بېرته ورکول کېږي.

د دې اسانتياوو په اړه د اقتصاد ماهر او د کالج استاذ ارسلان اقبال وايي له وړاندې په ملک کې د کورونو جوړولو اداره هاوس بلډنګ فاینانس کارپورېشن شته نو بيا ولې خلک په زيات سود باندې د کمرشل بېنکونو نه قرضې واخلي؟

نوموړی دريځ لري چې دې سره به په حکومت بوج لا زيات شي او د ټېکسونو په شکل کې به عام ولس ته منتقل کېږي:

"پوښتنه دا هم ده چې حکومت د دې اسانتيا ورکولو لپاره پېسې لري يا نه؟ د دا رنګ منصوبو سره به په ګرانۍ کې د زياتوالي خطر هم سېوا کېږي".

د ياد وړ ده چې د پاکستان موجوده وزيراعظم عمران خان په اقتدار کې د راتلو وړاندې ويلي وو چې دوی به په ملک کې ۵۰ لکه کورونه جوړوي خو د دوه کالو تېرېدو وروستو هم په دې منصوبه عمل په نظر نه راځي.