پېښور کې نرښځیانو دپاره دلوبو مېله،دسیالیو پرمهال یې د ډولونو مخې ته نڅاه ګانې وکړې

په پېښور کې دسپورټس دمحکمې لخوا دنرښځیانو دپاره راجوړې شوې دبیلابیلو لوبو یوه ورځنۍ میله کې دصوبې په شلګونو نرښځیانو برخه اخستې اؤ وایي هغوئ په دې خبره خوښ دي چې دښځو اؤ سړو په څېر اوس نرښځیانو ته هم دلوبو په میدان کې موقعه ورکړل شوې ده.

د لوبو دا یو ورځنۍ میله د دوشنبې په ورځ دپېښور په قیوم اسټیدیم کې کې سرته رسېدلې چې پکې د خواجه سراؤ یا نرښځیانو دپاره لس بیلابیلې لوبې اېښودل شوې وې.

د مېلې په مهال دلوبو په میدان کې ډولونه وهل کیدل چې نرښځیانو ددې ډولونو مخې ته دخوښۍ اتڼونه کول اؤ د خپلې خوښۍ څرګندونه یې په نڅاه کوله.

په دې لوبو کې د نخښې ویشتلو، زغل، رسۍ راښکلو، کرکټ، کرسیو میرلو،سائیکل زغلولو اؤ نورې بېلابیلې لوبې اېښودل شوې وې چې نرښځیانو پکې پخپلو منځو کې مقابله درلودله.

دغو لوبو کې برخه درلودونکي یو نرښځي ډولفن ایان ته ویلي دهغه دپاره دا وړومبۍ تجربه وه چې دیو نرښځي په توګه د لوبو میدان ته ورشي اؤ دغلته د هر رقم ویرې ترهې پرته دخپلو ملګرو سره سپورټي لوبې وکړي.

هغه وویل د خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځائیدو چې لوبې یې هم کولې، دخپلو ملګرو سره ورته دبنډار موقعه هم برابر شوې وه اؤ تر ټولو زیات په دې خوښ ؤ چې حیثت یې منل شوی ؤ چې نرښځیان هم داسې رقم دستورو کې دبرخې اخستو وړتیا لري.

ډولفن ایان “وویل مونږ هم د نورو انسانانو په څېر صلاحیتونه اؤ توان لرو که ، چرې خواجه سراء ته موقعه ورکړل شي نو هغه کولی شي چې د ژوند هره څانګه کې خپل صلاحیتونه دنیا ته وښایي”

ډولفن وایي که ددې لوبې تر څنګ د نرښځیانو دپاره د ګډیدو یا نڅاه اؤ لامبو مقابلې هم برابر کړل شي نو نرښځیان به پرې ډیر خوښ شي ځکه ګډیدل د نرښځیانو دخوښې مشغله هم ده اؤ‌ له دغې لارې هغوئ ځانته رزق هم پیدا کوي.

یو بل نرښځي صوبیه خان چې د صحافت په څانګه کې خدمات ترسره کوي،هم په دې سیالیو کې برخه درلوده، هغه ډیوه ته ویلي دا د نرښځیانو دپاره سمه د اختر موقعه وه چې هغوي د لوبو میدان ته ورکوز شول اؤ دغلته یې په باعزته توګه دخپلو صلاحیتونو ښودنه وکړه.

هغه وویل څنګه چې ښځې اؤ سړي په خلاص مټ د سپورټس په میدان کې خپل خدمات ترسره کوي دغسې باید نرښځیانو ته هم په مستقل ډول موقعه ورکړل شي چې دسپورټس څانګه کې خپل صلاحیتونه وښایي.

صوبیه خان وایي چې نرښځیان لکه دښځو اؤ سړو وړتیا لري چې د ژوند په هر میدان کې زده کړې وکړي اؤ دخپلو صلاحیتونو پر اساس پرمخ ولاړ شي خو له بده مرغه تر اوسه یوازې دوئ دګډا میدان ته پرېښودل شوي اؤ په نورو میدانونو کې موقعې نه دي ورکړل شوي.

دپېښور د نرښځیانو دټولنې مشرې فرزانې وي او ای ډيوه ته ویلي هغوئ د سورټس دمحکمې مننه کوي چې نرښځیانو ته یې د لوبو کولو دا غوره موقعه ورکړه خو وایي په ټولنه کې به نرښځیانو ته دهغوئ‌ ټول بشري،قانوني اؤ سیاسي حقوق ورکول وي.

هغه وایي هر چاته معلومه ده چې دلته په نزدې ورځو کې په شلګونو هیجړاګان ووژلی شول، سلګونو ژوبل کړل شوي ،ځورول شوي اؤ رسوا کړل شوي دي اؤ په سوونو نور د ټولنې دناروا سلوک ښکار دي ،حکومت ته به ددغو نرښځیانو حالت ته هم پام ورګرځول اؤ په ټولنه کې یو باوقاره مقام ورکول وي