وزیرستان: د ناامنۍ پېښو سېوا کېدو د علاقې خلک اندېښمن کړي

د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په سيمه کې په وروستيو کې د نا امنۍ رامنځته کېدونکو پېښو ويرولي چې هسې نه بيا علاقې پرېښودو ته مجبوره شي.

د شمالي او جنوبي وزيرستان استوګن دغه خبره په داسې حال کې کوي چې پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان په شکتویي علاقه کې په پوځ دوه چاؤدنې شوي او د يو کپټن په ګډون پکې اووه پوځي سرتيري وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو په جنوبي وزيرستان کې په پوځ د چاؤدنو زمه واري منلې ده.

د جنوبي وزیرستان د کوټکي علاقې اوسېدونکی رحمت شاه مسيد وايي، دوی چې کله د کډوالۍ نه بيرته ستنېده نو ورته ویل شوي ؤ چې وزيرستان پاک کړی شوی دی، او دلته چې خلک بيرته راغلل علاقه يې بيا ابادول روان کړي وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل خو په دې وروستيو کې د چاؤدنو د پېښو او خلکو ته د ګواښونو کېدو له امله د علاقې خلک بيرته دومره تنګ شوي چې جرګه کوي او د حکومت نه امن غواړي که امن ورته نه ورکړی کيږي دا خلک به په خپله بيا دا علاقه پرېږدي.

هغه دعوه وکړه چې په علاقه کې کومه بده پېښه کيږي بيا د علاقې د خلکو زورلو عمل پېل شي، ځکه د هغه په وېنا د علاقې نه اوس هم ډېرو خلکو کډې کړي دي.

د جنوبي وزيرستان نه د جمعيت علما اسلام ف ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی مولانا عصام الدين وايي، د تېر کال نه هغه په اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان د ناامنۍ خبره کوي خو داسې ښکاري چې حکومتي واکمن په وزيرستان کې په امن راوستلو کې ناکامه دي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل خلک تنګ شوی دی او د دې نه علاوه بله لار نه ده پاتې چې اوس خلک رايو ځای شي او په شريکه د خپل راتلونکې فېصله وکړي.

په اسلام اباد کې د فاټا څيړنيز مرکز مشر منصور مسيد وايي چې د تېرو درېو کلونو په پرتله په قبايلي ضلعو کې ترهګري سېوا شوې او په تېرو لسو مياشتو کې په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ 91 پېښې شوي چې پکې 70 فیصده يواځې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې شوي دي.

هغه وويل په دې پېښو کې 46 پوځي سرتيري وژل شوي او 67 ژوبل شوي دي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې لسو مياشتو کې د بېلابيلو وسله والو ډلو 63 کسان وژل شوي، شپږ ژو بل شوي او 12 نيول شوي هم دي.

هغه زياته کړه په دې پېښو کې 45 ملکي وګړي وژل شوي او 43 ژوبل شوي دي.

د شمالي او جنوبي وزيرستان پوليس چارواکي وايي په وزيرستان کې په تېر وخت کې حالات سم نه دي پاتې شوي خو په وروستيو کلونو کې چې دا علاقې په صوبه کې ورګډې شوي امنيت پکې ښه شوی او دوی هڅه کوي چې دلته پوره امنيت ټينګ کړي.

بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د ميرانشاه په محمدخېلو کې د درې ورځو راهسې احتجاجي ناسته روانه ده، دا هغه احتجاجي ناسته ده چې د علاقې ښځې احتجاج له راوتلې او بيا يې سړي په ځای باندې په احتجاج ناست شوي دي.

دغه خلک غواړي چې په علاقه کې نيول شوي کسان خوشي شي، د خلکو د کورنو نه وړل شوي سامانونه واپس کړی شي، په بند کې د وژل شوؤ کسانو مقدمې دې درج شي، او په علاقه کې د بدامنۍ د پېښو وروسته دې د خلکو د زورولو لړۍ ودرول شي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې ويلي ؤ چې دغو احتجاج کوونکو د 28 کسانو نومونه ورکړي چې د امنيتي ادارو په ولکه دي، چې کوم ګناهګار وي هغه به عدالت ته وړاندې کوي او چې څوک بې ګناه وي هغه به خوشي کړي.