د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په بېنکونو کې د اېښودونکو پېسو نه پنجاب او سيند ګټې پورته کوي

په خېبرپښتونخوا کې د حکومتي واکمن ګوند سره تعلق لرونکي او عام کاروباريان، سوداګر او صنعت کار وايي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې چې خلک څومره پېسې په بېنکونو کې ږدي، د دغو پېسو نه په پنجاب او سيند صوبو کې د قرضو اخستو په شکل کې ګټې پورته کيږي.

او دغو دواړو صوبو [خېبرپښتونخوا او بلوچستان] ته په قرضونو کې د ګرانو شرطونو له امله کمه برخه ترلاسه کيږي.

د حکومتي واکمنه ګوند (پاکستان تحریک انصاف) سره تعل لرونکی سېنېټر محسن عزيز چې د سېنېټ د قايمه کمېټۍ غړی دی وايي، چې 20 کاله وړاندې خېبرپښتونخوا ته په قرضونو کې لس فيصده برخه ورکړی کېده، خو په صوبه کې د امنيتي وضعې او ترهګرۍ له امله کمرشل بېنکونو قرضې ورکول راکم کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په پاکستان کې په کال2019 کې په مجموعي توګه د بېنکونو لخوا په ورکړی شوې 5600 اربه روپو کې په خېبرپښتونخوا کې يواځې 48اربه روپۍ په قرضونو کې ورکړی شوي دي.

هغه وايي په ټوله قرضه کې 93 فيصده قرضه پنجاب او سيند صوبو کې ورکړی کيږي، خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته کمه برخه پاتې کیږي.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک اف پاکستان] دوه ورځې وړاندې د خزانې دپاره جوړې د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ویلي چې په تېر مالي کال 2019 کې د خېبرپښتونخوا په بېنکونو کې 123اعشاريه پينځه اربه روپۍ جمع کړی شوې خو په صوبه کې 48 اعشاريه شپږ اربه روپۍ قرض ورکړی شوي دي.

د سېټېټ بېنک د شمېرو ترمخه د بلوچستان صوبې په بېنکونو کې 51اعشاريه اته اربه د جمع کېدو باوجود په صوبه کې يواځې 17اعشاريه درې اربه روپۍ قرض ورکړی شوي دي.

د دې ترڅنګ په پنجاب صوبه کې لس اعشاريه 34 کهربه روپۍ جمع شوي خو 24 کهربه روپۍ قرض ورکړی شوي دي، چې د مجموعي رقم 178 فيصده جوړیږي.

سټېټ بېنک وايي په سيند صوبه کې لس اعشاريه 14 کهربه روپۍ جمع شوي او خلکو ته 20 اعشاريه 33 کهربه روپۍ قرض ورکړی شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د سنګ مرمرو يا ماربلود کارخانود اتحاديې مشر اصغر خان اتمانخېل وايي د کمرشل بېنکونو د سختو او ګرانو شرطونو له امله ځايي خلک په دې مجبوره دي چې په شخصي سود پېسې راواخلي او تجارت پرې وکړي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د حکومت لخوا په دغه شخصي سود اوس بندېز لګول شوی، نو که حکومت د بېنکونو شرطونه اسان کړي نو سوداګر به باوجود د بندېز په شخصي سود چې ورته په 20 فيصده پرېووځي د هغې د اخستو نه به هم بچ شي.

هغه دا هم وویل کمرشل بېنکونه په ګرانو شرطونو او قرض پېسې ځکه نه ورکوي چې په دې خیال دي چې دا خلک به قرض واپس نه کړي.

سېنېټر محسن عزيز وايي زياتره بېنکونه اوس په شخصي لاسونو کې دي او د هغوی خيال دی چې په دې سيمه کې حالات اوس هم سم نه دي خو داسې نه ده حالات تر ډېره حده پورې ښه شوي او دا د سټېټ بېنک زمه واري ده چې کمرشل بېنکونه ټولو صوبو ته د برابرۍ په بنياد قرضې ورکړي.

د پاکستان مرکزي بېنک په وروستيو کې د حکومت سره په ګډه داسې سکيم راوړلی چې د کورنو جوړولو دپاره به خلکو ته قرضې ورکوي او د پاکستان هر وګړی د دې سکيم نه ګټه پورته کولی شي.