خېبر:د وسله والو برید کې دناټو څلور ګاډي سوځول شوي

سرچینې وایي د جمعې په ورځ دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه خیبر کې نامعلومو وسله والو افغانستان کې دناټو ځواکونو ته په ګاډو رسوونکو ټریلرو برید کړی اؤ دناټو څلور ګاډي یې سوځولي دي.

د ناټو په ګاډو دا ډزې دباړې په جالندهر کلي کې شوي دي چې پکې دیوې ټریلې ډرائیور ژوبل شوی هم دی.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي د برید سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ګیره کې اخستې ده.

تر اوسه دخیبر ضلعې انتظامیې یا امنیتي مشرانو په دې هکله څه نه دي ویلي اؤ نه هم کومې وسله والې ډلې دناټو په ګاډو دبرید پړه پغاړه اخستې ده.

افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو ته دنظامي الاتو اؤ خوراکي توکو د رسولو زمکنۍ اسانه لاره دخیبر قبائیلي ضلعه ګڼل کیږي اؤ په دې سیمه کې تر دې وړاندې هم دناټو د رسد په ګاډو ګڼ بریدونه شوي دي.

په کال ۲۰۱۴م کې دضرب عضب عملیاتو راپدیخوا دخیبر اؤ تورخم په لویه لار دناټو په کینټینرو د بریدونو ډیرې کمې پېښې مخې ته راغلي چې څېړونکي ددې یو علت سیمې نه د وسله والو ډلو وتل ښایي .

په خیبر قبائیلي ضلعه کې دکال ۲۰۱۴م نه وړاندې دمنګل باغ په مشرۍ دلښکر اسلام په نوم وسله واله ډله زیاته فعاله وه خو وروستي مطبوعاتي راپورونه ښایي چې منګل باغ اوس ددې سیمې څخه سره دخپل وسله وال لښکر د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته اوښتی دی چې دغه سیمه یو وخت کې دالقاعده مهم مرکز ګڼل کیدو