د پاکستان سپریم کورټ د جسټس فائز عیسی پر ضد صدارتي رېفرنس خارج کړی او وايي صدر خپلو آيني ذمه وارو کې پاتې راغلی

د پاکستان سپریم کورټ د جسټس قاضي فائز عیسی پر ضد صدارتي رېفرنس خارج کړی اواعلا عدالت خپلې تفصیلي فېصله کې ویلي دي، چې صدر خپلو آئیني ذمه وارو پوره کولو کې پاتې راغلی او د رېفرنس لېږلو لړ کې یې د آئیني او قانوني عمل سرغړونه کړې ده.

د سپریم کورټ د جج عطا بندیال په مشرۍ کې د اعلا عدالت لس کسیزه قاضیانو بېنچ د224 پاڼو په تفصیلي فېصله کې ویلي دي چې په هوايي خبرو د یو جج پر ضد رېفرنس نشي داخلېدلی. ددې لپاره پاخه ثبوتونه پکار وي کوم چې په دی رېفرنس کې نشته.

د یادونې وړ ده چې په حکومتي رېفرنس کې ویلي شوو چې د اعلا عدالت قاضي فائز عیسی په لندن کې د خپلې ښځې او بچو اثاثې نه دي ښکاره کړي. عدالت ویلي حکومت دا فرض کړې وه چې ګنې هغه به دغه اثاثې هم ښکاره کوي خو په دې اړه قانوني عمل نه دی خپل کړی.

عدالت خپله فېصله کې دا هم ویلي چې د فائز عیسی د کورودانې او د بچو د ټېکس رېکارډ په غېر قانوني توګه حاصل کړی شوی دی.

د فېصلې اورولو نه یوه ورځ وړاندې قاضي فائز عیسی عدالت ته د خپلې ښځې او بچو د امدن او جائداد په اړه تفصیل هم وړاندی کړی ووچې پکې د تېرو دریو کالو د ټېکس ورکولو او امدن تفصیل موجود وو.

ددې ترڅنګ په قاضي فائز عیسی په لندن کې د جاېداد اخېستلو لپاره په غیر قانوني توګه د پېسو د انتقالولو تورونه هم لګولي شوو خو حکومت عدالت ته په دې اړه ثبوتونو وړاندې کولو کې پاتې راغلی.

فیصله کې دا هم ویلي شوي چې د قاضي فائز عیسی پر ضد د جایداد د پلټنو لپاره د صدر او وزیراعظم اجازه نه وه اخېستل شوې.