په پېښور کې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ په سپين جومات مدرسه کې شوې چاؤدنه په ټولنيزو رسنيو د ترهګرۍ پېښه، د حکومت مخالفه ګوندونو د تحريک او حکومت د سخت وخت يادولو سره ياده کړی شوې ده.
عمران خان نومې تن په ټویټر د سپين جومات مدرسې د چاؤدنې د وخت ويډيو خپره کړې او ورسره یې ليکلي،
"دا زړه ماتوونکې ده خو حقيقت دا دی چې ماشومان په دغه وخت کې سبک اوري چې، ژوندي، مړي ولې نه ويني".
*Discretion Advised* Apparently the lesson during which the #Peshawar blast took place was broadcast live on Facebook and this is the footage. It is heartbreaking to consider the fact that the children were listening to a lesson on why the living can%27t see the dead. pic.twitter.com/BmM2OaCAFU
— Imran Khan (@iopyne) October 27, 2020
پښتون سیاستوال او پوهاند افراسياب خټک وايي، په پاکستان کې چې د حکومت مخالفه ګوندونو کوم تحریک پېل شوی حکومتي وزير شېخ رشيد ویلي ؤ چې چاؤدنې به کيږي نو هغه ته څنګه پته ولګېده؟.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دا د پخوا راهسې خبره را روانه ده چې دلته جمهوري تحریکونه ګړندی کيږي نو داسې پېښې بيا کيږي.
نوموړي په ټویټر په پېښور او خوست کې د چاؤدنو يادګېرنه هم کړې ده.
نن سحر خوست او پیښور کې ترهګرو یو ځل بیا د بیګناه انسانانو په وینو ولړل ، په تاسف سره د دوحې په تړون کې د ترهګرو د مرکزونو د تړلو ذکر نشته او ترهګرو ته دا امکان په لاس ورغلې چې د ډيورنډ کرښې دواړو خواؤ ته نوی ګوزارونه وکړي ،د دغې خونړي لوبې خلاف د ګډې مبارزې وخت رارسیدلی دې .
— Afrasiab Khattak (@a_siab) October 27, 2020
ژونالسټ حامد میر په ټویټر ویلي،
“پېښور کې په ديني مدرسه کې په جومات کې مشکوک تن په بېګ کې بم کښېښودو، لاړو، لږه شېبه وروسته چاؤدنه وشوه مرګ ژوبله يې واړوله، استخباراتي ادارو ته خواست دی چې يواځې خبرداری ورکول نه وي پوره، د سياستوالو او صحافيانو په ځای دې په بم اېښودونکو پسې شي".
پشاور کے ایک دینی مدرسے کی مسجد میں مشکوک شخص نے بیگ میں بم رکھا اور چلا گیا تھوڑی دیر بعد بم دھماکہ ہو گیا کئی شہید اور زخمی ہو گئے خفیہ اداروں سے گذارش ہے کہ صرف تھریٹ الرٹ جاری کر دینا کافی نہیں ہوتا وہ سیاستدانوں اور صحافیوں کی بجائے بم دھماکے کرنے والوں کا پیچھا کریں
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) October 27, 2020
د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر [ايي جي] ثناالله نه عباسي نه د پېښور د چاؤدنې او خبرداري په اړه خبريالانو پوښتنه کړې چې د وړاندې نه خبرداری ؤ او په داسې کې چې په پېښور کې پي ډي اېم جلسه هم کوي، ستاسو د امنيت تيارۍ څنګه دي؟.
هغه وايي، "مونږ چې څومره امنيت په ځای کولی شو د هغې پورې لګيا يُوکوو يې، مونږ په دې پېښه خفه يو او ډېرو پېښو کې ککړ کسان نيول شوي دي او څو پورې چې د خبرداري خبره ده خلکو ته امنيت ورکوؤ او مونږ هڅه کوو چې په ټول ښار او خېبرپښتونخوا او پاکستان کې امنيت ټينګ وساتو".
پاکستاني ژورنالسټ طلعت حسېن د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د هغه وخت يو ټویټ شريک کړی چې کله هغه وزيراعظم نه ؤ، ويلي يې ؤ،
"دا د حېرانۍ خبره ده چې کله نواز شريف [د هغه وخت وزیراعظم] په تکليف کې راشي نو د پاکستان په پولو شخړې سېوا شي او د ترهګرۍ پېښې زياتې شي. ايا دا اتفاق دی؟".
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) October 27, 2020
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پېښور کې په مدرسه کې شوی ترهګر بريد غندلی او په ټویټر يې ویلي، "قوم ته باور ورکوي چې په دې پېښه کې هر څوک ترهګر ککړ وي زر تر زره به يې د قانون منګولو ته راولو".
پشاور مدرسے میں دہشت گرد حملے پر نہایت افسردہ ہوں۔ میری ہمدردیاں متاثرہ خاندانوں کے ساتھ ہیں اور میں زخمیوں کی جلد صحتیابی کیلئے دعاگو ہوں۔ میں قوم کو یہ بھی یقین دلاتا ہوں کہ اس بزدلانہ سفاک حملے کے ذمہ دار دہشتگردوں کو جتنا جلد ممکن ہوسکے گا قانون کی گرفت میں لائیں گے۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) October 27, 2020
د پېښور د لېډې ريډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي چې روغتون ته ټول 103 کسان راوړل شوي چې پکې اووه په هغه وخت مړي او يو بيا په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی د هغه په وېنا په ژوبلو کې د دوؤ روغتيايي حالت سخت دی او په پاتې نورو کې د 40 پورې د درملنې وروسته رخصت کړی شوي دي.