په خېبر ضلع کې د غېرت په نوم وژل شوی هلک او ښځه بې جنازې ښخ کړی شوي، پوليس وايي

Dead Body deth body DeadBody

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع خېبرکې يو هلک او ښځه د غېرت په نوم وژل شوي دي، پوليس وايي هلک او ښځه بيا بې جنازې ښخ کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د قبايلي ضلعې خېبر د پوليس مشر (ډي پي او) وايي د غېرت په نوم د وژنې په پېښه کې يو هلک او بله ښځه وژل شوي دي او د هغوی د بې جنازې ښخولو د خبر تاييد کوي.

پوليس مشر محمد اقبال وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل په هلک او جينۍ د اړيکو تور ؤ ځکه هلک وژل شوی او بيا د تورنې جينۍ مور خپله لور بچ کړې او خاوند يې بيا دا خپله ښځه وژلې ده چې ولې يې لور پټه کړې ده.

پوليس مشر وايي په پېښه کې بچ کړی شوې جينۍ دوی ته رسېدلې او پوليسو دارالامان ته سپارلې ده.

نوموړي وويل د ښځې وژونکی د هغې خاوند يې نیولی دی او پلټنې يې پېل کړي دي.

د پوليس افسرپه وېنا دا پېښه د خېبر په لرې پرته علاقه کې تيراه شوې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو د مرکزي وزارت د پېښور مشر غلام علي وايي دوی په ياده پېښه خبر شوي دي او د خېبر ضلعې د پوليس مشر نه یې په دغه اړه مالومات غوښتي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل پوليس ورته لا رپورټ نه دی ورکړی چې د پېښې حقيقت څه دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې مشر شاهد محمود وايي دا پېښې وخت په وخت کيږي او زياتوي په وروستیو کې داسې پېښې نورې هم سېوا شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په خېبرپښتونخوا کې او بيا په ځانګړي ډول قبايلي علاقو کې د بده مرغه داسې پېښې رپوټ کيږي نه، نه ميډيا ته پته لګي او نه دوی په خپله دغو علاقو ته رسايي لري.

هغه زياته کړه په قانون کې ځينې نيمګړتياوې دي ځکه يو خو داسې پېښې پټې پاتې شي او بل په دې کې بيا زياتره روغې جوړې وشي او بخښنې وشي ځکه که چرته په دې پېښو کې قانون په عمل کې راوستی شي او سزاګانې پکې ورکړی شي نو مخنيوي يې کېدی شي.

د بشري حقونو د کمېشن د شمېرو ترمخه په کال 2019 کې په خېبرپښتونخوا کې نزدې 100 پېښې د غېرت په نوم د وژنو د دوی سره رپورټ شوې وې.

کمېشن وايي دا شمېرې ډېرې دي خو خلک يې پټې ساتي.

د بشري حقونو د څار د ادارو د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کال په سر نزدې 1000 ښځې د غېرت په نوم وژل کيږي.

د بشري حقونو غړي وايي داسې پېښې ځکه پټې پاتې شي چې زياتره ښځې ووژل شي او بيا وويل شي چې هغې خودکشي کړې يا د ناڅاپي ناروغۍ له امله مړه شوې ده.