د قبايلي ضلعو زده کوونکي: د انټرنېټ نشتوالی به دوی يو ځل بيا د زده کړو نه محرومه کړي

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو زده کوونکي وايي حکومت د کرونا وبا له امله تعليمي ادارې بندې کړې خو د دوی دپاره تراوسه د موبايل او انټرنېټ انتظام نشته او د هغې له امله دوی يو ځل بيا د تعلیم يا زده کړو د محرومۍ سره مخ کیږي.

د خېبرپښتونخوا د کوهاټ پوهنتون د جرنالزم د څانګې زده کوونکی ګل زمان وزیر وايي د جنوبي وزيرستان د واڼه تنايي سره تعلق لري، وايي له دې وړاندې چې تعليمي ادارې بندې شوې وې په هغه موده کې د قبايلي ضلعو زده کوونکي د انلاين کلاسونو او هر ډول زده کړو نه محرومه پاتې شوي وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په تيرو شپږو مياشتو کې د زده کوونکو نه کلاسونه پاتې شو، امتحانونه يې ور نه کړی شو او ريسرچ پرچې ترې پاتې شوې او پوره کال يې ضايع شو.

هغه وويل په تيرو شپږو مياشتوکې دوی پرله پسې په وزيرستان کې احتجاجي ناسته کړې په پېښور او اسلام اباد کې يې مظاهرې وکړې چې په قبايلي ضلعو کې دې موبايل سروس او انټرنېټ روان کړی شي.

وزير زیاته کړه اوس په ځینو پوهنتونونو کې هاسټلې هم تړل کيږي، نو په داسې کې پکار وه چې حکومت اول په قبايلي ضلعو کې موبايل او انټرنېټ سروس په ځای کړي او بل پوهنتونونو ته ښکاره لارښوونه وکړي چې د دوي دپاره هاسټلې پرانستې وساتي.

په خېبر قبايلي ضلع کې د يو سرکاري سکول استاز سدهېر احمد افريدی وايي تېر ځل چې تعليمي ادارې تړل شوې ډېر انلاين کلاسونه نه ؤ اخستل شوي.

هغه وويل تير ځل چې تعليمې ادارې تړل شوې وې د خېبر نه به زده کوونکي د انټرنېټ د نشتوالي له امله پېښور يا نورو ځايونو ته تله د مالي تاوان سره مخ شوي وخت پرې داسې تېر شوی او ډېر زده کوونکي بيا د زده کړو بې برخې پاتې شوي وو.

بل لور ته په پېښور کې د سرکاري تعليمي ادارو ځينې چارواکي د نوم نه اخستلو په شرط وايي دوی ته تراوسه نه دي ويل شوي چې انلاين کلاسونه به اخستل کيږي که نه اخستل کيږي او که بيا د انلاين کلاسونو لارښوونه وشي هم، نو دوی په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو کې نه شي کولی چې دغه ډول کلاسونه واخلي ځکه چې په دغو علاقو کې انټرنېټ نشته.

د ساینس او ټيکنالوجۍ د پاره د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی مشير ضيا الله بنګش وايي په قبایلي ضلعو کې د موبايل شخصي کمپنيو ته اجازه ورکړی شوې او بېلابيلو کمپنيو ته علاقې وېشل شوي اولارښوونه ورته شوې چې زر تر زره په قبايلو علاقو کې موبايل سروس او انټرنېټ روان کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په قبايلي ضلعو کې د موبايل او انټرنېټ سروس کار په وروستي پړاؤ کې دی او ډېر زر به نه يواځې په قبايلي ضلعو بلکې د خېبرپښتونخوا هغو علاقو ته هم دا اسانتيا ورکړی شي چرته چې د موبايل او انټرنېټ سروس نه وي.

د پاکستان د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود د ګل/دوشنبې په ورځ د تعليمي ادارو د تړلو اعلان کړی ؤ چې د پاکستان ټولې تعليمي ادارې پوهنتونونه، کالجونه، سکولونه، ټيويشن سنټرې او نور د زده کړو کومې ادارې دي هغه به د 26 نومبر نه بندې وي ماشومان به هلته نه راځي او د کور نه به زده کړې جاري ساتي.

شفقت محمود ويلي ؤ، د 26 نومبر نه به د 24 دسمبر پورې د کور نه د زده کړو سلسله روانه وي او د 25 دسمبر نه به تر 10م جنورۍ پورې د ژمي يا يخنۍ رخصتي وي او په 11م جنورۍ به تعلیمي ادارې بيرته پرانستلی شي خو د هغې نه په وړاندې اوونۍ کې به بيا هم حالاتو ته کتلی شي.

هغه زياته کړې وه د دسمبر په میاشت کې چې څومره امتحانونه کېدل د هغو د ځنډولو پرېکړه شوې ده.

د تعليم وزير دا هم ويلي ؤ چې د پوهنتون په کچه به انلاين يا د انټرنېټ د لارې کلاسونه اخستل کيږي او په هاسټلو کې به يوه برخه زده کوونکي پاتې کېدی شي.