ولسمشر غني: د افغانستان دښمنانو کال وړاندې یو ارزښتناک شخصیت له موږ واخیست

واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې یو کال وړاندې د وژل شوي جاپاني اصله افغان تیڅو ناکامورا د لومړي تلین په مناسبت هغه د افغانستان لپاره یو ارزښتناک شخصیت بللی خو وایي ترهګرو یو کال وړاندې هغه له افغانانو واخیست.

نن په افغانستان او نوره نړۍ کې د ډاکټر ناکامورا "کاکا مراد" لومړی تلین لمانځل کېږي او پر ټولنیزو رسنیو هم د هغه په یاد ځانګړی هېشټېګ چلېږي چې زرګونه خلکو هغه ته عقیدت وړاندې کړی او هغه یې د افغانستان یو ستر خدمتګار بللی.

ولسمشر غني د ناکامورا په اړه یو تفصیلي پیغام خپور کړی او هغه یې د انسانیت او حوصلې سمبول بللی، چې وایي څو لسیزې یې له خپل هېواده لرې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل:

"افغانانو ډاکتر ناکامورا ته زیات درناوی درلود، د اوبو مدیریت او د کرنې پراختیا په برخو کې د هغه ارزښتناک خدمتونه به تلپاتي وي. د هغه وحشیانه ترور [وژنه] په ټول هیواد کې د خلکو د غم او خفګان لامل شو".

73 کلن ناکامورا د 2019م کال د دسمبر پر 4مه په جلال اباد کې د خپل دفتر له څلورو نورو کارکوونکو او ډرېور سره په موټر کې روان وو،‌ چې وسلوالو ورباندې برید وکړ، څلور همکاران او ډرېور یې ځای پر ځای و وژل شول او ناکامورا هم د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.

د ناکامورا وژنې د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د افغانانو او نړیوالو غم او غصه را وپارول، خو د هغه د وژنې په تور تر اوسه هیڅوک نه دي نیول شوي. د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي:

"عاملینو پسې یې جدي پلټنې کوو، امیداوار یوو چې پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپارو او هغه پروژې چې له ناکامورا پاتې وې، پي ایم ایس او د افغانستان حکومت د هغو په تکمیل باندې کار کوي او د هغوی د بودجې په پیداکولو کار کوي، هغه ستر ارمان ته چې ناکامورا ورته کار کاوه، شپه او ورځ هلې ځلې کوو."

ولسمشر غني د ناکامورا د لومړي تلین په مناسبت د هغه له کورنۍ، د جاپان له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او وایي هغه افغانستان او د هغه خلک په ژوره توګه پېژندل او له افغانانو سره یې له زړه مینه لرله:

"هغه په بې پروایۍ مبارزه کوله او په شوق او ثابت قدمۍ یې ټولو زیانمنو او اړمنو خلکو ته خدمت کاوه. په وجود کې یې مهرباني او انسانیت څپې وهلې، ترڅو زموږ د خلکو دردونو او ستونزو ته ملهم شي".

د جاپان د خیریه موسسې پي ایم ایس مشر ډاکټر تیڅو ناکامورا د 1980م په لسیزه کې افغانستان ته په جذام ناروغۍ د اخته ناروغانو د علاج لپاره تللی وو، خو بیا یې وروسته هلته د شدیدې وچکالۍ له کبله د اوبه خور د نظام په برخه کې شاوخوا شل کاله کار وکړ. ناکامورا ویلي وو:

"ډاکټر د یو- یو ناروغ علاج کوي، خو دا کار [اوبه خور] له ټول کلي سره مرسته کوي، زه خوشاله یم چې یو کلی وینم بیرته ژوند پکې پیل شوی دی".

ناکامورا 1946م کال د ستمبر پر 15مه د جاپان په فوکووکا ښار کې زېږېدلی وو او په جلال اباد کې تر وژل کېدو څو ورځې وروسته د ځانګړو مراسمو په نتیجه کې د افغانستان په بیرغ کې پوښلی جاپان ته یووړل شو او د فوکووکا ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

افغان ولسمشر اشرف غني ډاکټر ناکامورا ته د هغه تر مړینې دوې میاشتې مخکې په افغانستان کې د خدمت له کبله د دې هېواد اعزازي ښهریت ورکړی وو او افغانانو هغه ته د اوبو لګولو او کرهنې په برخه کې د خدمت په بدل کې له مینې د "کاکا مراد" لقب ورکړی وو.