کرمې والې غټې وریژې کولۍ یا مینجۍ مو کله خوړلې دي ؟

هر کله چې د قبائيلي ضلعې کرم نوم مخې ته راشي نو ددغې سیمې دقدرتي ښکلا تر څنګ دکرمې غټې وریژې هم ذهن ته راشي اؤ هغه ځکه چې کرمې والې غټې وریژې دخپل خوند اؤ خوشبو له امله خپل یو ځانګړی حیثیت لري.

دکرمې غټې وریژې د کرمې د اوسیدونکو په شمول د پاکستان اؤ افغانستان په بیلابیلو برخو کښې ډیر په مینې سره خوړل کیږي.

په کرمه کښې د دوه رقمه وریژو کرونده کولی شي چې يو ته مینجۍ اؤ بل ته کولۍ ویلی شي.

د ځائي کرونده ګرو په وینا مینجۍ وریژې ډیرې خوندورې وي خو ددې پیداور د کولۍ په نسبت ډیر کم وی نو ځکه دسیمې خلک دغه وریژې د خپل شخصي استعمال د پاره په کورونو کښې ساتي اؤ دغه رقم وریژې په مشکله سره د بازار نه تر لاسه کیږي.

خو بیا د کولۍ نومې کرمې والو وریژو کرونده په تجارتي غرض کولی شی ځکه چې ددې جنس وریژو پیداوار د مینجۍ نه زیات وي اؤ د ځائي کرونده ګرو په وینا دوئ د یو جریب زمکې نه تر پینځویشتو منو دکولۍ وریژو پیداوار تر لاسه کوي.

دغه وریژې بیا د کاروبار په غرض د پاکستان دبیلابیلو ښارونو تر څنګ ګاونډي هیواد افغانستان ته هم صادرولی شی او دغه وریژې د ځائي کرونده ګرو د ګټې وټې یوه سرچینه ګڼل کیږي.

د مینځني کرمې دیو وسیدونکي پټهان عبدلخالق په وینا کرمې والې وریژې د سیمې په هر یو کور کښي په بیلابیلو طریقو پخولی شی خو د ټولو نه خوږې اؤ خوندورې په شنو مهو کښې پخیږي چې دپخلي نه وروسته پکې سوچه غوړي ګډولی شي.

دغه رقم وریژې د اوونۍ اووه واړه ورځې په هر کور کښي پخولی اؤ خوړلی شي.

د پاړه چنار دشوبلان کلي یو کرونده ګر جمیل حسین وي او ای ډیوه ته وویل په کوم کور کښې چې کرمې والې مینجۍ وریژې پخیږي نو دډیر لرې نه ددغه جنس وریژو دخپلې ځانګړې خوشبو له امله دکوره بهر تن ته هم دا اندازه کیږي چې دغه کور کښي کرمې والې وریژې پخولی شي.

هغه زیاته کړه چې په ګړده کرمه کښې په لویه کچه د وریژو دکروندې باوجود ددې سیمې خلکو سره د زراعت محکمې واله کومه زړه پورې مرسته نه ده کړې.

نوموړي وویل چې د زراعت محکمې دوئ له کله هم د وریژو ویړیا تخمونه نه دي ورکړي اؤ دوی دغه تخمونه د ځائي مارکیټ نه پخپلو پیسو اخلي.

په سیمه کښې د زراعت محکمې یو چارواکی انور خان دا مني چې هغوئ کله کرونده ګرو له ددې وریژو تخمونه نه دي ورکړي خو هغه وویل چې محکمې د وریژو دکروندې په اړه د ځايي کرونده ګرو روزنه کړې ده.

د ځايي کرونده ګرو په وینا هغوئ خپل د وریژو پیداوار زیاتولو په غرض د پنجاب اؤ سوات نه هم د وریژو بیلابیل تخمونه کرمې ته راوړي اؤ کرلي وؤ خو دغه تخمونه د کرمې والو وریژو په مقابله کښې کامیاب نه شول اؤ ځکه دوئ اوس خپل ځائي تخم استعمالوي