د پاکستان او هندوستان باسمتي وریژې دخپلې خوشبو او خوند له کبله سیمه کې خلک زیاتې خوښوي خو ددغه وریژو په نړیوال بازار کې د خرڅلاؤ لویه برخه تر لاسه کولو د پاره د دواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ قانوني جنګ هم روان دی.
هندوستان د روان کال د ستمبر په میاشت کي اروپایي اتحادیه کې د دوئ باسمتي وریژو ته د وراثتي حق ورکولو د پاره عریضه کړې وه چي پاکستان یې ځواب جمع کړی او دریځ یې خپل کړی چې پاکستان ته د باسمتی وریژو د صادراتو حق ترلاسه دی.
د سوداګرۍ دپاره دپاکستان د وزیر اعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد خپل په ټویټ کي لیکي چې پاکستان د هندوستان له اړخه دجمع کړی شوي خواست په ځواب کې دریځ خپل کړی چي د باسمتي وریژو د صادراتو حق لري.
هغه د وریژو سوداګرو ته باور ورکړی چې پاکستان به دخپل دریځ څخه په هره کچه دفاع کوي.
I wish to inform that Pakistan has filed its opposition against the Indian application to European Commission for granting exclusive rights on the use of Basmati for its rice exports to European Union (EU). We assure the rice community that we will...1/2
— Abdul Razak Dawood (@razak_dawood) December 8, 2020
په نړیواله کچه که چرې هندوستان ته د باسمتي وریژو وراثتي حق ورکړل شو نو د دې به د پاکستان د وریژو پر صادراتو څه اغیز وي؟ په دې اړه د پاکستان د وریژو د صادراتو د تنظیم مرستیال مشر فیصل جهانګیر وي او ای ډیوه ته وایي.
"په نړیواله کچه د پاکستان وریژې ګرانې دي او که چرې د باسمتي وریژو وراثت هندوستان ته ورکړی شو نو پاکستاني سوداګرو د پاره به دباسمتي وریژو صادرول ډیر ګران شي ولي چې دوئ ته به هندوستان ته رائیلټي ورکول وي"
هغه زیاته کړې"دې سره د پاکستان په صادراتو کي د یو ارب ډالرو کمی راتلی شي او اغیز یې د پاکستان د نورو هیوادونو سره پر صادراتو هم کیږي"
دا وخت پاکستان اروپایي اتحادیې ته دری لکه اویا زره ټنه وریژې دکال لیږي،
بل لوري ته د وریژو په صادراتو کې د هندوستان نړیواله برخه ۳۵ ٪ ده ،په ورستیو کي د هندوستان د باسمتي وریژو پر څه قسمونو بندیز لګول شوی ؤ خو د هندوستان د وریژو لویه برخه دسعودي عرب، اسټریلیا ، بیلجیم، بحرین، فرانس، جرمني، برطانیه ، ډنمارک ، امریکه په شمول یوشمیر نړیوال هیوادونو ته لیږل کیږي.
په نړیوال سوداګرۍ کې که چرې یو شي ته د جغرافیایي پیژندګلو د قانون په اساس وراثتي حیثیت ورکړل شي نو د دې مطلب دا وي چې هغه شی په یوخاص ځائ کې په روایتي طریقو پیدا کیږي او دغه رنګه بل نشته. چې له امله یې هغه شی په نړیواله کچه د یوې سیمې سره وتړل شي او په ګرانه بیعه خرڅیږي.
د هندوستان پنجاب، بیهار مغربي بنګال، اوترپردیش او د پاکستان پنجاب او سندهـ صوبو کې باسمتي وریژې په لویه کچه کرل کیږي.
پاکستان کې د وريژو یو سوداګر حضرت علي وي او ای ډیوه ته ویلي ،دغه وریژي پخلي کي ثابته وي اؤ ماتیږی نه – اوږدې او خوندوري وي چې له دې امله یې خلک زیاتې خوښوي.
د څیړونکو وینا ده په نړیواله کچه خپل ځائې برقراره ساتلو د پاره به نه یوازې پاکستانی سوداګرو ته د وریژو معیار ښه کول وي بلکې په حکومتي کچه به سوداګرو ته هغه اسانتیاوې هم ورکول وي چی ښه وریژه په مناسبه بیعه خرڅه شي.