امریکې د مذهبي ازادۍ په سرغړوونکو هېوادونو کې پاکستان له بندیزونو مستثنی کړ

واشنګټن ــــ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د پاکستان دپاره د امریکا د صدارتي استثنی یا معافیت اعلان کړی او د هغه بندیزونو څخه یې معاف کړی چې د مذهبي ازادۍ د سرغړونې په توګه پر یوه هېواد لګول کېدی شي.

د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د امریکا د خارجه وزارت له خوا په خپاره شوي رپوټ کې د پاکستان نوم یو ځل بیا له نورو نهو هېوادونو سره د نړیوالې مذهبي آزادۍ د قانون لاندې د ځانګړې اندېښنې په نوملړ کې اچول شوی وو. په دغه نوملړ کې د چین، ایران، شمالي کوریا، سعودي عرب او نایجېریا نومونه هم اچول شوي وو.

د امریکا د نړیوال مذهبي ازادۍ د قانون ترمخه د مذهبي ازادۍ سرغړونه کوونکو هېوادونو په ضد سخت اقتصادي بندیرونه لګول کېدی شي.

د پاکستان څېړونکي دا خبره مني او د پاکستان پخوانی سفیر آصف دراني وايي، په پاکستان کې دا ستونځه شته چې پکار دی مخه یې ونیول شي خو وایي‌ د دې سره دغه معامله په هندوستان او نورو هیوادونو کې هم شته چې پکار دی په ګوته کړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ په بیان کې ویلي وو، دغه ارزونه "په بشپړه توګه د مځکنیو حقایقو خلاف ده" او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د مذهبي ازادیو د ارزونې بهیر پر اعتبار یې شک څرګند کړی وو.

په امریکايی رپورټ کي ویل شوي وو چې د مذهب سپکاوی، احمدي مخالف قوانین لګول او په زور د مذهبي اقلیتونو د مذهب بدلولو د عمل په درولو کې پاکستاني چارواکي پاته راغلي چې له سببه یې مذهبي ازادۍ او عقایدو ته زیان رسېدلی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان نوم په 2018م او 2019م کلونو کې هم د مذهبي ازادیو د سرغړوونکو هېوادونو په نوملړ کې اچول شوی وو.

د مسلمانانو په اکثریتي هېواد پاکستان کې هندو، عیسايي، احمدي او شیعه اقلیتونه هم اوسېږي چې د دوی د حقونو د تحفظ نه کولو په تور پاکستان هر کله د نیوکو سره مخ وي. د بشري حقونو نړیوال او ځایي تنظیمونه د پاکستان له حکومته د دې د مخنیوي د پاره د ګامونو پورته کولو غوښتنې کوي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن پخوانۍ مشره زهره یوسف وایي، د پاکستان حکومت ذمه واري ده چې د اقلیتونو مذهبي ازادي باوري کړي، خو د دې سره دا فکر هم کوي چې زموږ په ټولنه کې توندروي په زیاتېده ده چې له سببه یې د اقلیتونو ازادي هم اغېزمنه کیږي او حکومت ته به د خپلو خلکو د حقونو دپاره څه کول وي.

تېره میاشت د بشري حقونو دریو نړیوالو ادارو ایمنیسټي انټرنېشنل، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او د انصاف نړیوال کمېشن په ګډه په پاکستان کې د احمدي ټولني د غړو په هدفي وژنو کې پر زیاتوالي اندېښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو چې مذهبي ازادۍ او د عقیدوي حقونو ته د پاکستان د قانون تر مخه درناوی نه ورکول کیږي.

د نومبر په میاشت کې هم د اقلیتونو د حقونو تنظیم (CSJ) په یوه څیړنه کې څرګنده کړې وه چې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په پنجاب او سیند صوبو کې په زور د اقلیتونو د مذهب بدلولو په پېښو کې ډېر زیاتوالی راغلی او دغه شرح 52 فیصده ته رسېدلې ده.