د طالبانو او حکومت مذاکراتي ډلو د ایجنډا د موضوعاتو فهرستونه یو بل ته ورکړل

واشنګټن ــــ په قطر کې د افغان طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ډلې وایي، چې د سولې د خبرو پر کړنلاره تر اتفاق وروسته یې نن ایجنډا فهرستونه له یو بل سره تبادله کړي چې په رسمي توګه به ورباندې بحثونه کېږي.

د بین الافغاني خبرو لپاره د ایجنډا د موضوعاتو لیسټونه په داسې وخت کې سره تبادله شوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وړاندیز کړی، د سولې د خبرو بل پړاو دې په افغانستان کې تر سره شي، خو مذاکراتي ډلو د خپلو راتلونکو غونډو د ځای د بدلون په اړه څه نه دي ویلي.

حمدالله محب د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي "د افغانستان دننه د سولې خبرې به ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه رامنځته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي. مذاکره کوونکي به د خپلو هیوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نژدې او په بهتره توګه اګاه وي او په دې پروسه کې به د اضافي لګښتونو مخنیوی وشي".

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي او د ولسمشر غني سلاکار نادر نادري او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم دواړو د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر ورته ټویټونه کړي او لیکلي یې دي:

"د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي لستونه سره تبادله کړل او د موضوعاتو په اړه یې لومړني توضیحي بحثونه ترسره کړل".

دا چې د سولې د رسمي مذاکراتو په ایجنډاوو کې کوم موضوعات شامل دي، په دې اړه دواړه مذاکراتي ډلو څه نه دي ویلي خو د سولې د کړنلارې د 21 مادو په سریزه کې راغلي، چې په ایجنډا کې به داسې موضوع نه شاملېږي چې د اسلام او د افغانستان د لوړو ګټو خلاف وي.

دواړه مذاکراتي ډلو ویلي چې د ایجنډا پر موضوعاتو به تر خپلو منځو سلا مشورې کوي ځکه یې نو دم ګړۍ خپلې غونډې تر راتلونکي‌ 2021م کال پورې ځنډولې دي. په دې اړه بیا هم د حکومت د مذاکراتي ډلې غړي نادر نادري او د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم یو بل ته ورته ټویټ کړی دی:

"دا چې د اجنډا موضوعات لا زیاتو مشورو ته ضرورت لري دواړو لوریو توافق وکړ چې د مذاکراتو دویم پړاو به روان 1399ل کال د جدي په 16مه چې د 2021م کال د جنورۍ 5مې سره برابره ده، پیلیږي".

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې بین الافغاني خبرې د ستمبر پر 12مه پیل شوې دې، خو د کړنلارې پر سر د اختلاف له کبله تر دوه نیمو میاشتو تېرېدو وروسته تېره اوونۍ دواړه لوري اتفاق ته ورسېدل او خبرې یې بیرته پیل کړې.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش خبرداری ورکړی چې د سولې د خبرو په نتیجه کې له اوسني نظام پرته د اسلامي امارت په ګډون بل هر نظام- چې پکې جبر وي- په افغانستان کې جګړه اوږدولای شي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې سرور دانش د خالي- شنبې په ورځ ویلي، افغان ولس د سولې په خبرو کې د خپلو حقونو او مدني ازادۍ په اړه شدیدې اندېښنې لري، وایي جمهوري نظام، د افغانانو حقونه او ازادۍ د افغان حکومت بنیادي اصولونه دي.