سکاټ میلر: امریکا به د امن او باثباته افغانستان څخه ووځي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي وروستۍ پریکړه به د شرایطو په اساس وي او امریکا به د یو امن،باثباته او په پښو ولاړ افغانستان څخه ووځي.

جنرال سکاټ میلر ويلي، د جګړې قربانیان ملکي وګړي دي او د تاوتریخوالي کچه باید صفر ته راښکته شي، د ميلر په خبره امریکا د هوکړې په بنیاد خپل سرتیري وباسي خو په دغه هیواد کې باید امن، ثبات وي او خپلې ستونزې په خپله هوارې کړل شي.

په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو سرتیرو د وتلو او پاتې کیدلو په اړه ویشلي نظریات موجود دي، خو په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي مشر وایي د طالبانو سره د هوکړې په اساس به عمل کوي او د طالبانو سره کړي هوکړې ته ژمن دي.

جنرال سکاټ میلر ویلي دي دوی به د افغانستان شرایطو ته په کتو خپل سرتیري وباسي، ځکه دلته د سیاسي بهیر او ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع مطرح ده.

ښاغلی میلر زیاتوي "مونږ به شرایطو ته په کتو سرتیري له افغانستان څخه وباسو، ځکه دلته د سیاسي بهیر او د ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع مطرح ده، مونږ د هوکړې عملي کولو ته ژمن یو او مونږ باید له افغانستان څخه په داسې وخت کې ووځو چې په دغه هیواد کې امن، ثبات موجود وي او وکولای شي چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړای شي".

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په هوکړه کې ژمنه شوې چې امریکا به په 14 میاشتوکې خپل او د ناټو ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي چې دغې وخت ته نږدې درې میاشتې نورې هم پاتې دي.

جنرل میلر په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو وایي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

ښاغلی میلر وایي " مونږ له هوکړې سره سم سرتیري کموو خو د دغه هیواد خلک باید ډاډه وي چې مونږ د افغان ځواکونو سره د ضرورت په وخت کې پوځي مرسته کوو، د روزنې بهیر مو هم روان ساتلی دی او د غوڅ ملاتړ په ځواکونو کې د امریکایي سرتیرو سربېره ه د نورو هیوادونو سرتیري هم شامل دي چې مرستې کوي".

د جنرل سکاټ میلر په وینا په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی او ورځ تر بلې د تاوتریخوالي کچه پورته ځي او د دغې تاوتریخوالي قرباني د افغانستان خلک ورکوي میلر وایي پکار ده د دغې تاوتریخوالي کچه صفر ته راښکته شي.

له دې وړاندې افغان حکومت هم په وار وار ویلي چې په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې پورته ځي او هره ورځ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د جګړو او چادونو له امله په لسګونه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

امریکا په افغانستان کې دا مهال 4000 سرتیري لري. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي تر یوې میاشتې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر 2500 ته را کم شي.

جنرل سکاټ میلر ویلي چې همدا اوس د سرتیرو د کمولو بهیر روان دی او دغه دستور عملي کیږي.

تردې مخکې د امریکا د دفاع وزارت ویلي ؤ چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمیر د نوي کال د جنورۍ تر 15 نیټې پورې 2500 سرتیرو ته را کم کړي.

د امریکايي سرتیرو سربیره د ناټو غړي هیوادونه په افغانستان کې شاخوا 8000 سرتیري لري چې ځینو هیوادونو د خپلو سرتیرو د ایستلو خبر ورکړی دی.