د تورخم په پوله د کرونا ټېسټ لازمي کولو پرضد احتجاجونه پېل شوي

د افغانستان سره د تورخم په پوله خواري کوونکو مزدورانو احتجاجونه پېل کړي او د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کوي چې په پوله دې د دوی دپاره دکرونا ټېسټ يا معاينې شرط ختم کړی شي ځکه چې دوی د ورځې څو ځله په پوله اوړي راوړي او بيا بيا ورته ټېسټ کول ممکن نه دي.

د تورخم په پوله د احتجاج کوونکو په استازيتوب د خېبر د لواړګی خوګاخېلود ځوانانو د تنظيم مشر اسرار شينواری تور لګوي چې په پوله د کرونا ټېسټ لازمي کول يوه بهانه ده او د دغه لارې د خواريکښو نه بډې رشتونه اخستل کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، " دا هسې مسله جوړه کړی شوې د کرونا خبره نشته دا د خلکو تنګېدو پروګرام دی، حقيقت دا دی چې د خلکو نه پېسې اخستل کیږي او پرېښودی کیږي".

د خېبر ضلعې د مرستیال کمشنر محمود اسلم وزیر د يادې مسلې په اړه وايي، که څه هم په پوله د کرونا ټېسټ پاليسي جوړه شوې خو په پوله د خواريکښو د ستونزې په اړه به د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره خبره وکړي.

وی او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، " څنګه چې د کوېډ 19 دا دوېم لهر [څپه] راغلې ده او په دې کې تيزي راځي ورځ په ورځ، نو دغسې مونږ د تورخم ګېټ لاره د پاکستان او افغانستان په مینځ کې مونږ اېس او پي [ د احتياطي تدابيرو تګلاره] لاګو کړې ده او په دې چې د هغه سايډ [اړخ] نه هم څوک راځي دکرونا ټېسټ به يې کړی وي او د دې سايډ نه چې څوک ځي د کرونا ټېسټ به يې کړی وي".

په ورځ کې په پوله د اوړېدونکو راوړېدونکو مزدورانود ستونزې په اړه هغه وويل " پاليسي خو د هر چا دپاره يو شان وي او کېدی شي د دې وجې نه دې مزدوانو ته تکليف وي خو مونږ ته د دې مسلې پته ولګېده نو د بره مشرانو سره به مونږ د دوی اندېښنه شریکه کړو چې دوی ته څه نا څه رعايت ورکړي".

د تورخم په پوله مزدورانو دا احتجاجونه په داسې حال کې پېل کړي چې د پاکستان حکومت تېره اوونۍ اعلان کړی ؤ چې د پاکستان او ايران سره په پولو به د تګ راتګ کوونکو کسانو دپاره ضروري وي چې په پوله د کرونا ټېسټونه وکړي او په چا کې چې کرونا وايرس مالوم شي هغوی به بيا د دوه اوونيو پورې په ځايي روغتونونو کې ساتلی شي.

د حکومتي شمېرو ترمخه د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ورځې په سر د 12زرو نه تر 15زرو پورې کسان تګ راتګ کوي، خو ويل کیږي په پوله د بندېزونو له امله د خلکو د تګ راتګ په شمېره کې کمی راغلی دی.

په تورخم کې د خواريکښو د ځايي تنظیم د شمېرو ترمخه د روان کال په لومړي سر کې په پوله د خواري کوونکو شمېره 22سوه وه خو اوس دغه شمېره تر درې زرو پورې رسېدلې ده.

خواريکښ وايي کله چې پاکستان د مارچ په مياشت کې د کرونا د مخنيوي په لړ کې د افغانستان سره پولې وتړلې نو دغه کسان د څو مياشتو دپاره بې روزګاره شو او د سختو مالي ستونزو سره مخ شوي وو.

د پاکستان او افغانستان په پوله تورخم سوداګر، ټرانسپورټران او خواريکښ وخت په وخت د اسانتياؤ د نشتوالي شکايتونه کوي او د شکایتونو دپاره احتجاجونه هم کوي.