د خیبر د باړې سیکان وایي له پوځي عملیاتو د اوښتو زیانونو معاوضه نه ده ورکړل شوې

خیبر ــــ څلوېښت کلن هربجن سینګ چه کله شپږ کاله پس په 2015م کال کې د پېښور بټه تل علاقې نه واپس د باړې بازار ته ورغلو نو د میناره جماعت سره نیژدې د هغه پخوانی د کریانې دوکان لکه د باړې بازار د زیاتره دوکانونو بېخي ړنګ شوی وو او د باړې د نورو زیاتره دوکاندارانو په څېر یې د دوکان ټول سامان هم چور کړی شوی وو.

هغه وایي "په 2009م کال کې د غیرقانوني وسلوالو تنظیمونو په ضد د پوځي عملیاتو شروع کېدو سره سم ما او زما کورنۍ هم د باړې د زیاتره اوسېدونکو په څېر له دې ځایه کډه وکړه او بیا مې څه موده پس د پېښور په بټه تل بازار کې دوکان پرانیست".

هربجن سینګ وایي په 2015م کال کې د باړې بازار له بیرته پرانیستل کېدو پس دی هم لکه د باړې د نورو سلګونو تاجرانو او دوکاندارانو په څېر واپس باړې ته ستون شو خو وایي‌ هاغه مهال د هغه د کاروبار د پاره حالات د پخوا په څېر موافق نه وو ځکه چې د شپږو کالو بازار تړل کېدو، د دوکان ړنګېدو او د سامان چور کېدو له امله هغه ته دروند مالي زیان اوښتی وو:

"که څه هم اوس پینځه کاله پس یو څه زمونږ په کاروبار کې ښه والی راغلی خو حکومت چې راسره د معاوضې راکولو کومه ژمنه کړې وه، هغه تر اوسه نه ده تر سره شوې".

د هربجن سینګ سره په خوا کې یو بل دوکاندار کلون سینګ وایي دی هم دوه کاله وړاندې باړې بازار ته واپس راغلو او دلته یې خپل دوکان دوباره بحال کړ خو تر اوسه ورته د مالي زیانونو عوض نه دی ورکړی شوی.

کلون سینګ او د هغه کورنۍ په باړه کې د پوځی عملیاتو شروع کېدو نه وړاندې د اکاخېلو په کلنګه علاقه کې میشت وو، خو د پوځي عملیاتو نه پس چې هغه د پیښور نه واپس باړې ته راغلو نو کور او دوکان دواړه یې وران ویجاړ شوي وو.

کلون سینګ وایي د امن په ورځو کې د باړې په منډۍ کس، کلنګه او له بازار سره نیژدې علاقو کې د سیکانو تر درې سوه زیاتې کورنۍ ابادې وې چې ځینو د پوځي عملیاتو نه هم وړاندې د خپل شخصي تحفظ په خاطر د باړې نه کډې کړې وې او باقی پاتې د عملیاتو شروع کېدو سره د سیمې نه ووتل:

"اوس فقط تر پنځوسو پورې نارینه سیکان، چې په باړې بازار کې یې کاروبار لرلو، یواځې واپس راغلي او کورنۍ یې اوس هم په پېښور او نورو ښارونو کې میشت دي".

د باړې په بازار کې د پیزارو کاروبار کوونکی یو بل ځوان سیک دوکاندار ببندر سینګ هیله څرګنده کړه چې که په باړه کې د هغوی د عبادت ځایونه تعمیر کړی شي او دوی ته پکې په ازادۍ د عبادت کولو اجازت ورکړی شي امکان دی د سیکانو واړه کورنۍ واپس باړې ته راشي. هغه وایي د ځایي اوسېدونکو سره د هغوی ښې اړیکې دي او د خپل کاروبار نه مطمئن دی:

"مونږ اوس خپل کاروبار محفوظه ګڼو خو چې د حکومت له خوا د سیمې د کم شمېره فرقو کسانو او په خاصه توګه د سیکانو سره کومې د مالي مرستو وعدې شوې وې، هغه نه دي تر پوره شوې".

ببندر سینګ زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت په باړه کې د دوی دپاره د شمشان ګاټ [د مړو د سېځلو ځای] په جوړولو لاس پورې کړی او د دې تعمیر سره به دوی خپل مړي د باړې نه بل ځای نه وړي.

د باړې او تیراه سره تعلق لرونکې د سیکانو او نورې د کم شمېره فرقو سلګونه کورنۍ هغه وخت د لوی مشکل سره مخ او کډو کولو ته مجبوره شوې چې په 2007م-2008م کلونو کې د هاغه وخت سخت دریځه او غیرقانوني وسلوالې ډلې لښکر اسلام په دوی شرعي ټیکس یا جزیه ورکول ضروري کړل.

په 2009م کال کې شروع کړی شوي پوځي عملیات څلور کاله پس په 2014م کال کې له باړې نه د لښکراسلام په ایستلو تمام شول او په نتیجه کې یې د باړې بازار هم یو کال پس دوباره پرانیستل شو.