د مردان په کاټلنګ کې پر 9 کلن ماشوم د جنسي تېري او وژنې په ضد احتجاج شوی

مردان ــــ د خیبر پښتونخوا په مردان کاټلنک کې ځایي خلکو د نهه کلن ماشوم په وژنه او مبینه توګه جنسي زیاتي په ضد احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې ککړ ملزمان دې ګرفتار شي او د تېزندۍ سزا دې ورکړی شي.

تېره ورځ د کاټلنګ یو نهه کالو ماشوم له خپله کوره بې درکه شوی وو او وروسته د هغه مړی موندلی شوی وو، چې د بې درکه کېدو او وژنې یې په ضد یې پولیسو مقدمه درج کړې ده.

د کاټلنګ پولیس وایي د جمعې په ورځ په کاټلنګ کې د دې نهه کلن ماشوم له بېدرکۍ وروسته د هغه مړی د نیزدې ولې څخه د اوبو دننه موندل شوی وو، پولیس وایي مقدمه یې درج کړی او د ککړو ملزمانو په ضد یې فعالیتونه هم پیل کړي خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دی نیولی.

د پولیسو په وینا د وژل شوي ماشوم د بدن نمونې د پيښور ښار خیبر میډیکل پوهنتون ته د معاینې دپاره لیږل شوې دي خو مېډیکل رپوړټ لا نه دی تر لاسه شوی.

د احتجاج کوونکو مشر تاج ملوک خان وایي ورځ په ورځ په ماشومانو جنسي تېري کیږي وژل کیږی او په دې ماشوم هم هغه شان نخښې دي، په میندو پلرونو کې ویره هم خوره ده:

"خلک به څنګه خپل بچي سکول او مدرسې ته لېږي زمونږ دا احتجاج ددې دپاره دی چې په درې ورځو کې دې ملزمان ګرفتار کړی شی او د پانسۍ سزا دې ورکړی شي".

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د تحفظ قانون د وړاندې نه موجود دی او د جنسی تېري سزا مرګ او یا عمر بند سزا ده.

د ماشومانو د حقونو کارکوونکي وایي په صوبه کې د ماشومانو په ضد په جنسي تېریو کې اضافه کیږي خو حکومت هم د دې په په مخنیوي کې دلچسپي نه لري. عمران ټکر وایي یو کال وړاندې په نوښار کې د یوې ماشومې د جنسي تېري او وژنې وروسته حکومتي کمېټۍ سفارشونه هم ورکړي خو عمل درامد ورباندې نه دی شوی:

"په مور او پلار زیاتې ذمه وارۍ راځي او باید چې ټولنه او امنیتي ادارې هم خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي".

په پاکستان کې غیر دولتي اداره ساحل وایي روان کال په ملک کې د جنسي تېري 1490 کېسونه یعنې په روزانه حساب اته کیسونه رپوړټ شوي او په جنسي تېریو کې 785 جینکۍ او 705 هلکان د جنسي تېریو ښکار شوي دي.