له پاکستان سره د افغان ټرانزیټ ټرېډ نېټه وغځول شوه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغان ټرانزیټ ټرېد په نامه د شوي تړون نېټه چې په فیبرورۍ میاشت کې پای ته رسېده نوره هم غځول شوې ده.

د پاکستاني رسنیو له مخې، ددغه تړون د نېټې اوږېدل د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر نثار احمد او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سلاکار رزاق داود ترمنځ په لیدنه کې شوی دی.

لیدنه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې شوې ده او پکې د دواړو هېوادونو دولتي پلاوو هم ګډون درلود.‌

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر نثار احمد وویل، چې افغان ولسمشر اشرف غني غواړي چې د پاکستان پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او افغانستان له پاکستان څخه دا هم غواړي چې جنوبي اسیا په ځانګړې توګه هندوستان ته ورته د سوداګرۍ لپاره لاره ورکړي.

نثار احمد زیاته کړه،‌ که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به وده وکړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار رزاق داود وویل،‌ پاکستان او افغانستان دواړه د دوه اړخیزې سوداګرۍ وده غواړي پاکستان له افغانستان څخه دا غوښتنه لري چې منځنې اسیا ته د سوداګرۍ لپاره هغوی ته لاره ورکړي.

رازق داود وړاندې وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې ډېر امکان دی خو له بده مرغه د پرمختګ پر ځای په تېرو وختونو کې دا سوداګري کمه شوې ده.

دی زیاتوي، پاکستان به په راتلونکو ورځو کې په یو داسې تړون باندې لاسلیک وکړي چې له خې به یې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رېل د پټلۍ غځولو پروژه پیل شي او ددې لپاره به درې واړه هېوادونه له نړیوال بانک څخه د ۴.۵ اربه ډالرو د پور غوښتنه هم کوي.‌

د پاک افغان د سوداګرۍ د ګډې خونې پخوانی مشر حاجي دارو خان وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهال د شاخوا یو ارب ډالرو په ارزښت سوداګري کېږي خو که چېرې دواړه هېوادونه تجارتي‌ ستونزې هوارې کړي نو ددې سودګرۍ حجم لسو اربو ډالرو ته هم رسېدی شي.

دا مهال له پاکستان څخه پلاستیکي مصنوعات، سېمنټ او نور تعمیراتي سامان، یوریا یا مصنوعي سره او د رخت یا کپړې مصنوعات افغانستان د افغانستان له لیارې منځنۍ اسیا ته لېږل کېږي او همدارنګه له افغانستان او منځنۍ اسیا نه وچه او تازه میوه، غالۍ یا قالینې او داسې نور تولیدات دي چې پاکستان ته لېږل کېږي.‌


د پاکستان رسنۍ وايي، چې د پوځ په سلا پاکستان له افغانستان سره د تل لپاره د پرانېستلو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دریو مهمو لارو، تورخم، چمن او غلام خان له لیارې زیاته سوداګري کېږي خو پر ډیورنډ کرښه د ځینو ستونزو له امله به پاکستان په نه اعلان شوي ډول دا لارې وتړلې چې زیان به یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته رسېده.