بلوچستان: په مستونګ کې د 14 مياشتو ماشومه پوليو وهلې

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کې يوه ماشومه د پوليو ښکار شوې ده. په بلوچستان کې د پوليو وهلو شمېرې 26 او په ملک کې دا شمېرې 84 ته ورسېدې.

د صحت د نړيوالې ادارې ډاکټر نصرت بلوچ رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې د بلوچستان د مستونګ ضلعې په کارېز يونين کونسل پده کلي کې د 14 مياشتو ماشومه د پولیو ښکار شوې ده.

په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي د بېړني عملياتو مرکز هم دغه پېښه تاييد کړې ده.

د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کې سږ کال د پوليو دا لومړۍ پېښه ده چې مخې ته راغلې ده، تېر کال هم په مستونګ کې يوه پېښه رپورټ شوې وه.

په صوبه کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي دوی اوس هم د دې ستونزې سره مخ دي چې خلک ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي.

په پاکستان د کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه په ملک کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو د لومړي ډول83 پېښې رپورټ شوي چې د تازه پېښې سره دا شمېرې 84 ته ورسېدې.

د دې ترڅنګ په ملک کې د پوليو د دوېم ډول 83 پېښې هم مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې سږ کال د پوليو زیاتې پېښې هم په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلي چې شمېره يې 25 ده.

په خېبرپښتونخوا او سيند کې 22، 22 او پنجاب صوبه کې 14 پېښې رپورټ شوي دي.