په قبایلي ضلعو کې نوي سرکاري ایف ایم رېډیو سټېشنونه پرانیستل کېږي

پېښور ــــ د خیبر پښتونخوا صوبایي حکومت د اطلاعاتو محکمې په اوو نوو قبايلي ضلعو کې د پښتونخوا ایف ایم رېډیو سټېشنونو د پرانیستنې پلان لاندې په اولني پړاو کې په باجوړ (خار)، شمالي وزیرستان (رزمک) او کورمه (پاړه چنار) کې درې ایف ایم رېډیو سټېشنونه پرانیستي دي.

ټاکل شوې چې د 2021م کال په اولو میاشتو کې به د خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې هم نوی سټېشن پرانیستل شي البته په جمرود کې به پخوانۍ دوباره فعاله کړی شي.

د صوبې د اطلاعاتو محکمې چارواکو په وینا ددغو ولسي رېډیو سټېشنونو غرض د نوو ضم شوو ضلعو اوسېدونکو ته د حکومتي محکمو او د هغوی د کارکردګۍ په هکله معلومات رسول او هم د سیمې د خلکو ستونځې او مشکلات هم د دوی په ژبه د سیمې اعلی چارواکو ته رسول او بیا یې حل را ایستل دي.

په پاړه چنار کې په ازمایښتي بنیادونو د شروع کړی شوې پښتونخوا رېډیو مشر پروډیوسر داود خان وي او اې ډیوه ته وویل چې ددغو رېډیو خپرونو په ذریعه به د نوو ضم شوو ضلعو خلکو ته په پارلیمان کې د دوی د علاقو په هکله کېدونکې قانون سازۍ، د دغو سیمو د پرمختیا لپاره ځانګړو شوو فنډونو او ددغو فنډونو د مصرف، تعلیم، صحت او په خاصه توګه د انضمام د ګټو په اړه کره او تازه معلومات ورکول کېږي.

د داود خان په وینا ددغو رېډیوګانو په خپرونو کې به د انتظامیې ځایي‌ چارواکي رابلل کېږي، چې د سیمې اوسېدونکي به ترې د هغوی د کارکردګۍ او د خپلو ضرورتونو او غوښتنو په هکله پوښتنې کوي.

د قبايلي سیمو د انتظام پخوانۍ ادارې فاټا سیکرټرېټ څو کاله وړاندې د خیبر په جمرود، د جنوبي وزیرستان په واڼه او د شمالی وزیرستان په میرامشا او رزمک کې ایف ایم رېډیو سټېشنونه پرانیستي وو.

د واڼه سټېشن د ترهګرۍ په یوه پېښه کې ډېر په اوله کې تباه کړی شو او د رزمک او میرامشا سټېشنونه د وسله والو تنظیمونو د ګواښونو له وجې ډېره موده تړل شوي وو، خو د جمرود رېډیو سټېشن خپلې خپرونې جاري ساتلې وې او له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي ضلعو تر ګډېدو څه موده وړاندې دغه درېواړه رېډیو سټېشنونه د فنډونو د کمي له وجې وتړل شول.

د اطلاعاتو محکمې چارواکو په وینا په قبایلي ضلعو کې د بجلۍ د اوږدو ساعتونو لوډشیډنګ له وجې هغوی ته اوس هم د ورځې په کچه په یوه سټېشن کې د شپږو ساعتونو خپرونې په جنرېټر چلولو د پاره به د یو لک روپیو ضرورت وي او همدغه وجه ده چې هغوی به په دغو رېډیو سټېشنونو کې د شمسي بجلۍ بندوبست کوي.

د مومند ضلعې خبریال او څېړنکار شمس مومند که یو اړخ ته د صوبایي حکومت دغه ګام ستایي، بل اړخ ته غوښتنه کوي چه باید قبایلي ولس ته په دغو رېډیو سټېشنو کې د خپل غږ اوچتولو او د خپلو حقوقو د غوښتنې برابره موقع ورکړی شي.

حکومتي چارواکی داود خان وایي چې د هغوی خاص پام به قبايلي ولس ته وي او بیا د ښځو او ځوانانو ستونځو ته خو به ډېره توجه کوي. د اطلاعاتو محکمې دغه پلان به په راتلونکو درې څلورو کلونو کې تر سره شي او په دغو رېډیو سټېشنو کې به هم د سیمې باصلاحیته او تعلیم یافته ځوانانو ته د کار موقعې ورکړل شي.

په قبایلي ضلعو کې د خلکو د تعلیم کچه کمه ده ځکه ډېر خلک ورځپاڼه نه شي لوستلای او د بجلۍ د لوډشیډنګ له کبله هم خلک ټیلیویژن نه شي کتلای چې په وسیله یې ځانونه له حالاتو خبر کړي، ځکه نو د قبایلي ضلعو خلک وایي دوی رېډیو سټېشنونو ته زیاته اړتیا لري.