دخېبر پښتونخوا تاجران وایي دکرونا ترڅنګ یې دتېلو لوړو بیعو روزګارونه ځپلي دي

خیبر پښتونخوا صوبه کې سوداګر د ملک دننه د پټرولو او ډیزلو لوړو بیعو اندیښمن کړي اؤ وایي د وړاندې نه دکرونا وبا له امله تجارت اغیزمن شوی او دتیلو ورځ‌ په ورځ لوړیدونکو بیعو سره به تجارت ته نور هم تاوان ورسیږي.

څېړونکي وایي په نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو لوړې بیعې په پاکستان کې هم لیدل کیږي خو حکومت کولی شی چې پټرولیم لیوی راکمه کړی.

ځېنې پوهان بیا په دې نظر دي چې هیواد کې د وړاندې نه دموجودو اقتصادی ستونزو له امله په لیوي کې زیات کمښت هم دحکومت دپاره ګران دی.

د مردان ښار دسوداګریز اطاق یا چیمبر اف کامرس او انډسټري مشر ظاهر شاه وایي ګرانۍ د وړاندی نه خلک پریشانه کړي،د کرونا وبا له امله تجارت هم سخت اغیزمن شوی او کله چې پټرول او ډیزل ګران شي نو بیا د هغې اغېزې یوازې په ګاډو یا تګ راتګ نه وي بلکي هر څه ورسره اغیزمن شي.

دحکومت له خوا تیره ورځ د پټرولو او ډیزلو په بیعو کی ۳.۹۵ روپۍ اضافه شوې وه اؤ حکومت دریځ لري چې په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې لوړې شوي او د هغې اثر په پاکستان هم پریوتی دی .

د پاکستان د وزیر اعظم ددفتر لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې اوګرا د پټرولږ يولیټر کې د ۱۰.۶۸ روپو او د ډيزلو یو لیټر کې د ۸.۳۷ روپو داضافې وړاندیز کړی ؤ خو حکومت یوازې ۳.۹۵ روپۍ دتیلو بیعو کې داضافې منظوري ورکړې ده.

د اقتصادي چارو پوهان وایي پاکستان د کرونا وبا له امله دتیلو دټيټو بیعو نه ګټه ترلاسه نه کړه او اوس پہ ګرانه بیعه تیل اخلي.

څېړونکي وایي که چرې پاکستان ارزان تیل اخستي وی نو ولس او حکومت ته به ترې ګټه ترلاسه شوې وه.

د اقتصادي چارو څېړونکي سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وویل پہ نړیوال مارکیټ کې تیل اوس ګران شوي دې سرہ سه هم نه شي کیدای.

هغه وایي که حکومت غواړي چې عامو خلکو ته فائدہ ورسوي نو په پټرول لیوي کې کمښت راوستی شي .

دهغه په وینا د ملک اقتصاد کمزوری دی مالي خسارہ هم زیاته دہ نو ځکه حکومت ته ګرانه دہ چې لیوي زیاته راکمه کړي.

له دې وړاندې حکومت پټرولیم لیوي ۳۰ روپۍ یو لیټر تہ رسولې وہ اوس یې په لیټر کې اته روپۍ راکمه کړې ده.

تیرہ میاشت د دسمبر په ۱۵مه نیټه حکومت پټرول او ډیزل درې روپۍ لیټر ګران کړي وؤ او څېړنې وایي مرکزی حکومت دا وخت په پټرولو او ډیزلو د ۴۰ؤ روپو نہ زیاتہ مالیه دیو لیټر پسر اخلي