کوټه ــــ حکومتي رپورټونه ښيي په هدفي وژنو، ځانمرګو او بمي بريدونو کې په تېرو پینځلسو کالو کې زر تنو ته نيژدې هزار شيعه وژل شوي او په سلګونو ټپيان شوي دي، خو بېلابېل هزاره تنظيمونه وايي د وژل شوو شمېر تر 2500 زيات دی.
په 2003م کال کې د کوټې پر یوه امام بارګاه په ځانمرګي بريد کې ، په 2004م کال کې د کوټې په لياقت بازار کې د محرم پر جلوس په ځانمرګي بريد کې سل ته نيژدې تنه ووژل، ډېری ټپيان شول.
د لياقت بازار د بريد له پېښې وروسته مشتعل هجوم په ښار کې تر سل زيات دوکانونه وسوځول، حالات زيات خراب شول، وروسته حکومت د څو ورځو لپاره کرفيو ولګوله.
په 2010م کال کې د کوټې پر ميزان چوک پر القدس جلوس باندې په بريد کې اويا تنه ووژل شول.
د دې تر څنګ په بېلابېلو سيمو کې وخت ناوخته هدفي وژنې هم کېدې. د پرله پسې پېښو پر ضد په اول ځل د هزاره ډيموکرېټک ګوند له لوري په 2012م کال د نړۍ په بېلابېلو ملکونو کې يو لوی احتجاج ريکارډ کړل شو.
لومړی اوږد احتجاجي پرلت:
د 2013م کال په جنوري مياشت کې د کوټې ښار پر علمدار روډ په سنوکر کلب کې په غبرګو چاودونو کې 120 هزاره ووژل شوه، چې لوی شمير يې د ځوانانو وو.
د دې بريد پر ضد د وژل شوو د کورنيو او بېلابېلو شيعه مذهبي ډلو په منفي يخ کې پرلت يا احتجاجي ناسته پېل کړه، دا لومړی ځل وو چې شيعه احتجاج کوونکي څلور شپې له شپږ اتيا جنازو سره پر پرلت ناست وو.
احتجاج کوونکو وويل د بلوچستان ايالتي حکومت دوی ته امن نه شي ورکولای نور د حکومت کولو حق نه لري ختم دې شي.
د هغه وخت د پيپلز ګوند مرکزي حکومت د احتجاج کوونکو په غوښتنه د بلوچستان ايالت د نواب اسلم ریساني حکومت ختم کړ او د دوو مياشتو لپاره يې ګورنر راج ولګاوه، خو يوه مياشت پس په هم دې ګورنر راج کې پر 16 فرروري د بروري پر امام بارګاه په ځانمرګي بريد کې تر 80 زيات خلک ووژل شول.
د همدې پېښې پر ضد يو وار بيا احتجاجي پرلت پېل شو او په پيښه کې د ککړو ډلو پرضد يې د حکومتي کاروايي غوښتنه وکړه. څلور ورځې پس له هغه پرلت ختم کړل شو چې حکومت په پېښه کې د ککړو څلورو ترهګرو د وژلواعلان وکړ.
له هغه وروسته د 2018م کال د اپرېل په مياشت کې شپږ هزاره په کوټه کې په نخښه شول چې يو پکي د ټېکسي ډرايور وو.
د همدې پېښې پر ضد د هزاره ډرايورانو له خوا ځان ته او مدني فعالې وکيلې جليله حيدر هزاره ځان ته د کوټې د مطبوعاتو کلب مخ ته د نه خوړلو احتجاج پېل کړ.
هغې وغوښتل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاويد باوجوه دې کوټې ته راشي او نور دې د امن ضمانت ورکړي، له څلورو ورځو وروسته هغه احتجاج کوټې ته د ارمي چيف په ورتګ او د امنيت د ښه کولو په وعده سره ختم شو. جليله حيدر و وي او اې ډيوه ته وويل يواځې د يوه کال لپاره حالات ښه شول:
"پېښې خو کمې شوې خو تر پخوا زياته وحشتناکه شوې دي، زما خیال دی چې جنرل باجوه هم ناوسه دی، دا وخت چې څه ډول حالات دي يا پاليسي څوک جوړوي هيچا ته هم نه ده معلومه، ماته داسې معلوميږي "يه جو نا معلوم هې" او هغه زموږ ارمي چيف هم دی، ولې چې حالت بيرته خراب شوه".
د عمران خان په اوسني حکومت کې د 2019م کال په اپريل مياشت کې په هزارګنجي کې چاودنه وشوه چې پکې شل تنه مړه شول لس پکي شيعه هزاره وو. له دې وروسته د مړو د کورنيو او شعيه مذهبي تنظيمونو له لوري احتاج وشو او اخر يې د بلوچستان د وزيراعلا جام کمال، د ايالتي داخله وزير مير ضيا لانګو سره له مذاکراتو وروسته پرلت ختم کړ.
د جنوري له دويمې يعنې له تېرو درو ورځو راهيسې يو وار بيا د کوټې پر مغربي بای پاس د هزاره مذهبي او سياسي ګوندونو له خوا سره له لسو جنازو احتجاجي پرلت دوم لري دا احتجاج د بولان په مچ سيمه کې د کويلې یا سکرو په کانونو کې د کارکوونکو د وژلو پر ضد دی.
د مچ پوليس وايي په لس خواريکښو کې پینځه له يوې کورنۍ سره تعلق لري، په مچ کې د نامعلومو وسلوالو له لوري د دوی غاړې پرې کړل شوې دي.
د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزير شېخ رشيد د ګل- دوشنبې په شپه کوټې ته راغلی او له احتجاج کوونکو سره يې لیدلي. شېخ رشيد وويل د پېښې د پلټڼې لپاره به عدالتي کميشن جوړوي او په پېښه کې ککړ څوک به په هيڅ قيمت نه معافوي.
شېخ رشېد د هر يوه وژل شوي له کورنۍ سره د 25 لکه روپيو حکومتي مرستي اعلان هم وکړ.
وفاقي وزير د احتجاجي پرلت د ختمولو غوښتنه وکړه، خو احتجاج کوونکو د هغه غوښتنه ونه منله. احتجاج کوونکي وايي په پېښه کې ککړ خلک دي ونيول شي او وزير اعظم عمران خان دې کوټې ته راشي او دا ذمه واري دې واخلي چې له دې پس به داسې پېښې نه کيږي.
د يادې پيښې ذمه واري داعش ډلې منلې، خو حکومت تر اوسه دا نه دي ويلي چې دا پېښه کومې ډلې کړې ده. له بلې خوا حکومتي چارواکو ويلي چې "دا" او په بلوچستان ايالت کې د داسې نورو ترهګريزو پېښو تر شا د هندوستان لاس دی.
د هزاره سياسي کارکنانو تنظيم مشر طاهرخان هزاره و وي او اې ډيوه ته وويل حکومت هر وخت دروغجني تسلۍ ورکوي. هغه زياته کړه"
"ارمي چيف او وزير اعظم موږ ته د امن باور راکړی وو، دا وزیراعلی، وزير داخله، وفاقي وزير داخله دا خو سل واره راغلي دي موږ ته يې باور راکړی، د دوی په خبره نور اعتبار نه لرو، موږ ته معلومه ده چې زموږ خبره د دوی تر مخ بې معنا ده، دا دلته پر سازشي تيوريانو باندې عمل کوي او له موږ يې د قربانۍ وزې جوړې کړې دي".
پر شيعه هزاره ګانو د زياتره بريدونو ذمه واري مذهبي توندروه ډلې تحريک طالبان، لشکر جنګوي او لشکر جنګوي العالمي مني. له تېرو لسو کالو په کوټه کې د خبريالۍ له شعبې سره تعلق لرونکی د اردو نيوز خبريال زين الدين وايي د ځايي توندروه مذهبي ډلو غړي په داعش کې شامل شوي او دلته وخت ناوخته د داسې پيښو پړه پر غاړه اخلي:
"په اوسنيو وختونو کې موږ کتلي چې د دې تنظيمونو په ګډه د (داعش) په نامه يو اتحاد جوړ شو، په دې کې زيات د لشکر جنګوي خلک شامل شول، دوی باقايده دلته خپل کېمپونه جوړ کړل او حکومت د دوی نېټ ورک تصديق کړی دی".
ايالتي او مرکزي حکومتونه وخت ناوخته دا مني چې په ايالت کې ځينې خلک له داعش سره ملګري شوي خو چارواکي وايي دا ځايي خلک دي او دوی يې پر ضد عمليات کوي او زياتره وخت يې د هغوی شومې موخې شنډې کړې دي.