امریکې د پاکستان هرکلی کړی چې ذکي الرحمان لکهوي يې نيولی

امریکې د پاکستان د دې ګام هرکلی کړی چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرطيبه کمانډر ذکي الرحمان لکهوي يې نيولی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د سويلي او مرکزي اسيا څانګې په ټويټر ویلي،

"مونږ د پاکستان هرکلی کوو چې ترهګر ليډر ذکي الرحمان يې نيولی دی او دا مهم ګام دی چې هغه د ترهګرۍ د ملاتړ او مالي مرستو زمه وار ګرځول شوی دی".

امریکا ويلي، "مونږ به د هغه اورېدنه او هغه ته سزا ورکول د نزدې نه څارووو او غواړو به چې د هغه سره د ممبۍ په بريدونو کې د ککړتيا په سر حساب وشي".

په دوېمه جنورۍ د خالي/ شنبې په ورځ د پنجاب سي ټي ډي پوليسو د ذکي الرحمان لکهوي د نيولو ويلي ؤ.

د لاهور سي ټي دي په تاڼه کې د درج مقدمې له مخې په ذکي الرحمان تور دی چې د صحت د مرکز یا ډسپنسرۍ د لارې یې د ترهګرو دپاره پنګې راټولولې او دغه پیسې یې بیا د ترهګریزو فعالیتونو دپاره پکار راوستلې.

ذکي الرحمان لکهوي د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید نزدې ملګری ګڼل کیږي او هغه د وسله والې ډلې لشکر طیبه یو مهم کمانډر هم دی.

په هغه تور دی چې په کال 2008م کې د هند په ممبۍ کې ښار د شوو ترهګریزو بریدونو پلان هم ده جوړ کړی ؤ چې پکې د 22 بهرنیانو په ګډون 195 کسان وژل شوي او327 نور ژوبل شوي وو.

د ذکي الرحمان لکهوي نوم ملګرو ملتونو د ترهګرو په نوملړ کې هم ورشامل کړی دی.

د ممبۍ د ترهګریزو بریدونو وروسته هم ذکي الرحمان لکهوي په پاکستان کې نیول شوی او د پینډۍ د اډیاله زندان ته اچول شوی ؤ خو د لږې مودې له بند وروسته هغه بیا په ضمانت خوشې کړل شوی ؤ.

پاکستان لشکر طيبه ډله په کال 2002 کې لاقانونه ګرځولې وه.