کرک: د پوليو په ټیم بريد کې ساتونکی پوليس وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په کرک سیمه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې نامالومو کسانو ډزې کړي، او د ټيم په ساتنه مامور پولیس يې وژلی دی.

د کرک ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) عرفان الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه او وې ويل، د لتمبر تاڼې په علاقه کې دغه پېښه شوې او په ټيم بريد شوی دی.

هغه ويلي په لغړۍ بانډه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکی ټيم په علاقه کې ؤ او پوليس سرتيری جنېد ورسره په ډيوټۍ ؤ، هغه په ډزو لګېدلی او په ځای مړ شوی دی.

د نوموړي په وېنا د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او په علاقه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين عارضي ودرول شوی دی.

د کرک مرستیال کمشنر عبدالغفور هم پېښه تاييدوي چې دغه بدقسمته پېښه شوې خو زياته کړې يې ده د پېښې وروسته په علاقه کې د پوليو ضد کمپاين نه دی ودرول شوی.

د يادې پېښې زمه واري په سمدستي توګه چا نه ده منلې.

په پاکستان کې د ګل/ دوشنبې په ورځ [11جنورۍ] نه په ملکي کچه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاین پېل شوی دی.

د کمپاين پېل کېدو په وخت چارواکو ويلي ؤ د پولیو ټيمونو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

په پاکستان کې تير کال په 2020م کې د پوليو د لومړي ډول 84 پېښې او د پوليو د دوهم ډول 122 پېښې مخې ته راغلې وې.

په تير کال کې د پوليو زياتې پېښې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې 26، او خېبرپښتونخوا او سيند کې 22، 22 او پنجاب کې 14 رپورټ شوې وې.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان يواځينې دوه هېوادونه دي چې د پوليو وايرس پکې شتون لري.