امریکې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر نن 2,500 ته را کم کړ

واشنګټن ــــ د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د واک تر پای ته رسېدو پینځه ورځې مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر بل هر وخت را کم کړل شوی چې د رپوټونو له مخې دا مهال 2,500 امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاته دي.

صدر ټرمپ د سپینې ماڼۍ پر ویبپاڼه په خپاره شوي خبر کې- چې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ ناوخته خپور شوی- ویلي چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو شمېر په تېرو نولس کلونو کې تر بل وخت کم کړی دی:

"زه به تل د نه ختمېدونکو جنګونو د درولو لپاره ژمن او پرعزمه یم. دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی چې خپل پوځ بیرته په پښو ودروم او په یونیفارم کې د خپلو زړورو سړيو او ښځو ملاتړ وکړم".

افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو په اړه څه بیان نه دی ورکړی، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د امرکایي ځواکونو کمښت په افغانستان کې پر امنیت هیڅ اغېز نه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وي او اې ته ویلي، په افغانستان کې 96 فیصده عملیات اوس افغان ځواکونه پخپله تر سره کوي او د بهرنیو ځواکونو کموالی د دوی عملیاتو ته زیان نه رسوي.

که څه هم صدر ټرمپ پخپل تازه بیان کې دا شمېر نه دی ویلی چې په افغانستان کې یې څومره امریکایي ځواکونه کم کړي خو په تېره نومبر میاشت کې یې ویلي وو، د جنورۍ تر پینځلسمې به په دې هېواد کې یواځې 2,500 پوځیان پرېږدي.

د امریکې د دفاعي ورځپاڼې سټارز اینډ سټرایپس د خبر له مخې د پېنټاګان چارواکو د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، که څه هم کانګرس یې مخالفت کړی خو له پلان سره سم به د امریکایي پوځیانو شمېر له 5000 نیمایي ته را کم کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کموالي شمېر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې لا هم په دې هېواد کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې ورکول کېږي او د افغان حکومت په ګډون امریکا، ملګري ملتونه، پاکستان او ډېر نور هېوادونه غواړي چې د سولې د خبرو د کامیابۍ په خاطر ډزبندي وشي خو طالبان په دې اړه څه نه وایي.

د 2020م کال په فرورۍ میاشت کې امریکا او طالبان په قطر کې د سولې تړون کړی وو،‌ چې په اساس به یې امریکا له افغانستانه خپل ټول ځواکونه د سږ کال تر مې میاشتې پورې باسي، خو دا نه ده څرګنده چې نوی منتخب صدر جوبایډن به په دې اړه څه تګلاره ولري.

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د پنجشنې- زیارت په شپه وسلوالو د افغان ځواکونو پر یوه چیک پوسټ برید کړی، چې د امنیتي او ولایتي شورا د سرچینو په وینا 10 افغان پوځیان پکې وژل شوي او لس نور پکې ټپیان شوي دي.

چارواکو د دې برید پړه پر طالبانو ور اچولې خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.