څېړونکي: د امریکې او طالبانو تړون ته بیا کتنه د پاکستان او امریکې اړیکې هر لور ته بېولای شي

واشنګټن ــــ د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ د امریکې د مخکیني حکومت او پخواني ولسمشر ټرمپ یو شمېر پالیسۍ لغوه کړې او د سیاستونو د بدلون په اړه څو اجرایي فرمانونه یې لاس لیک کړل.

د امریکې د بهرنیو چارو لپاره نومول شوی وزیر انټوني بلینکین ویلي‌ چې له طالبانو سره د 2020م کال د فبرورۍ میاشتې تړون ته به له سره کتنه کوي.

په دې اړه په امریکا کې مېشت څېړونکی او د نبراسکا پوهنتون پروفېسر شېر جان احمدزی وايي ولسمشر بایډن ته د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوی تړون یو له ډیرو مهمو هدفونو څخه دی:

"د امریکې د بهرنیو چارو لپاره نومول شوی وزیر انټوني بلینکین ویلي د ترهګرۍ ضد مبارزه او په افغانستان کې په تېرو 20 کلونو کې لاسته راوړنو ساتل چې په ترڅ کې به یې یو شمېر پوځیان په افغانستان کې د ساتلو موضوع په لومړیتوبونو کې وي او د دې تړون د بیا ارزونې سره به امریکا د طالبانو ژمنو ته کتنه کوي چې تر کومه یې پرې عمل کړی".

کله چې له ښاغلي احمدزي څخه وپوښتل شوه چې افغانان څومره ژر د دې بدلون تمه لرلای شي نو هغه زیاته کړه، ډېر ژر به یې توقع نه وي چې ولسمشر بایډن به د افغانستان په اړه خپله پالیسي اعلان کړي:

"کېدای شي تر درو میاشتو پورې وخت واخلي ځکه دلته د امریکې کورني موضوعات هم ډېر تاوده دي، لکه د کورونا سره مبارزه، اقتصادي کړکېچ او عمومي بهرنۍ پالیسي ده چې د نړۍ سره بیرته اړیکې جوړول دي".

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د افغانستان د سولې خبره ډېره مهمه ده خو د امریکې لپاره ډیره وړه موضوع ده او تر ټولو مهمه دا ده چې افغانان په خپلو کې څنګه راتلونکی غواړي. احمدزی وایي که امریکا وي که نه وي اخر هم خبره افغانانو ته پاته کیږي چې په خپلو کې څه پرېکړه کوي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي هېله ښکاره کړې ده چې د امریکې د نوي صدر جوبایډن انتظامیه به په سیمه کې د سولې او ارامۍ لپاره له امریکا سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي او خپلې اړېکې به لاپسې وغزوي.

خو د ووډرو ولسن نړیوال مرکز څېړونکی مایکل کوګلمېن وايي چې د امریکې او پاکستان سړې اړیکې د طالبانو مذاکراتو ته له کښېناستو را په دې خوا یو وار بیا ښې شوې وې او اوس د جوبایډن په انتظامیه کې دا اړیکې په هر لوري تللای شي. ښاغلی کوګلمېن وايي:

"اوس به ګورو چې د بایډن اداره له پاکستان سره خپلې اړیکې څنګه ساتي ځکه چې بایډن د اوباما انتظاميې له پاکستان سره خورا بده تجربه لرله او له هغه وروسته چې امریکا له افغانستانه خپل ډېر سرتېري و ایستل، امریکا به تر کومه حده له پاکستان سره خپلې اړیکې ساتل غواړي. دا یوه لویه پوښتنه ده".

خو په واشنګټن ډي سي‌ کې د پولیټکټ تینک ټېنک څېړونکی عارف الله انصار وايي چې د جو بایډن انتظامیه به له پاکستان سره په بېلا بېلو موضوعاتو کې ښکېله وي. ښاغلی انصار وايي:

"د ډیموکرېټ ګوند کار لږ بېل وي خو مونږ تمه لرو چې د امریکې او پاکستان ترمنځ به نه یواځې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه بلکې له کشمیر او هند سره د مسئلې په څېر موضوعاتو کې هم ښکلېل وي".

کله چې له ښاغلي انصاره وپوښتل شوه چې ایا ګڼي‌ چې د امریکې له خوا د افغانستان د سولې خبرو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به پر خپلې دندې پاته شي نو هغه وویل، جنرل لویډ هم په پوځ کې پاته شوی چې د سېنټ کام مشر وو او له دې قطې نه ډير ښه باخبره دی، خو د خلیزاد د پاته کېدو په اړه ده داسې کومه خبره نه ده اورېدلې چې هغه به پاته شي:

"که څه هم کار ته دوام ورکول ښه دي ځکه یو تن له هغو حالاتو ښه خبر وي چې پکې ښکېل وي خو دا ګرانه خبره ده ځکه چې له ډیموکرېټ ګوند سره خپل اکسپرټیز یا ماهرین وي او غواړي به چې کومې مسئلې باندې هغوی ټینګار کول غواړي هغسې تن ولري".

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونه تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستانه وځي او طالبانو هم ژمنه کړې چې په بدل کې به افغان خاوره د توندلارو ډلو له خوا نه کارېږي.

په دې تړون پسې طالبانو پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه لا هم دوام لري.

دا مهال د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ولاړي دي او افغانان هم په تمه دي چې د امریکې نوې انتطامیه به په تړون کې څه بدلون راولي.