د خېبرپښتونخوا پولیسو د حکومت نه د پلټنو دپاره د پېسو سېوا کولو غوښتنه کړې

د خېبرپښتونخوا پولیسو د صوبې د حکومت نه غوښتي چې د پلټنو دپاره ورسره پېسې کمې دي دا پېسې دې زیاتې کړی شي. خو پوهان وايي د پېسو زياتولو نه مهمه دا ده چې د پوليس د پلټنو روزنيز نظام دې ښه کړی شي. د تحریک انصاف حکومت دعوه کوي په خېبرپښتونخوا کې يې مثالي پولیس نظام جوړ کړی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليسو د کورنيو چارو د محکمې نه غوښتي چې د ترهګرۍ د پېښو، وژنو، جنسي تیريو، تښتونو او نورو جرمونو د پلټنو دپاره ورسره پېسې کمې دي.

دې نيوز ورځپاڼې د خبر ترمخه د جنسي تيريو د پېښو د پلټنو دپاره ورسره څلور زره او د جنسي تيري د پېښې د پلټنې دپاره ورسره يواځې 2500 روپۍ دي. دغه رنګ پوليس غوښتي د ترهګرۍ د پېښو د پلټنو موجوده پېسې 45 زره روپۍ دې يو لک 90زره روپۍ دې کړی شي او د وژنې يا مرګ د پېښې د پلټنو دپاره دې موجودې 3600 روپۍ 95زره روپو ته سېوا کړی شي.

د خبر ترمخه د جنسي تيري د پېښې د پلټنو دپاره د څلور زره روپو يو لک 20زرو ته سېوا کولو او د تښتونې د پلټنو دپاره د موجودو 2500 روپو 45زرو ته سېوا کولو وړانديز شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر اخترعلي شاه وايي، د پېښو د پلټنو دپاره د پېسو سېوا کولو خبره تر يو حده سمه ده ځکه چې نوموړی وايي د ځينو پېښو په موقع پلټنې کيږي خو ځینې بيا داسې وي چې "پېښه په پېښور کې وشي د هغې يوه لکۍ به دلته بله په کراچۍ او بله په دوبۍ کې هم کېدی شي نو په هغې زياته خرچه راځي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د پېسو سره مهمه دا ده چې د پلټنو دپاره پوليس تربيه کړی شي او په هنګو پوليس کالج [د پوليس روزنیز مرکز] کې دې پوهه پوليس استازان په ځای کړی شي چې د پلټنو دپاره تکړه پولیس تربيه کړي.

هغه دا هم وويل د دې ترڅنګ د فرانزک ليبارټرۍ جوړول اړین دي کومه ليبارټري چې په پنجاب کې جوړه کړی شوې ده.

وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند کامران بنګش او د کورنیو چارو سيکرټري ته په دغه اړه د نظر اخستو دپاره پوښتنې ورلېږلي خو يادو چارواکو د پوښتنو اورېدو باوجود ځواب نه دی ویلی.

خو په خېبرپښتونخوا کې په دوېم ځل د حکومت کوونکي تحریک انصاف حکومتي واکمن او وزیراعظم عمران خان په خپله بيا بيا دا دعوه تکراروي چې د خېبرپښتونخوا پوليس يې مثالي پوليس جوړ کړي دي.

کار پوهان وايي په پاکستان کې په عمومي توګه زياتره پېښې د عدالت نه بې د کومې نتيجې ختمې شي تورن کسان د کمزوري پلټنيز نظام له امله په سختو جرمونو کې بري شي.

جرنلېسټ مشتاق يوسفزی وايي، په خېبرپښتونخوا کې يواځې پوليس نه بلکې هره محکمه دا شکايت کوي چې پېسې نه لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د پوليس د پلټنو ښه کول تر ټولو مهم دي ځکه چې هغه وايي دلته زياتره تورن کسان د عدالتونوڅخه بري شي ځکه چې پلټنې يې کمزوري وي، او د ښه پلټنو دپاره ضروري ده چې د پوليس سره وسايل پوره وي.

هغه وويل د خېبرپښتونخوا پولیسو په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پرضد په نره مبارزه کړې ده قربانۍ يې ورکړي دي بايد چې پوليس ته ډېر وسايل ورکړی شي اسانتياوې ورته برابرې کړی شي چې د پلټنو نظام یې پياوړی شي او پلټنې يې ځای ونيسي.