پاکستان غواړي چې د امریکا سره اړیکې پياوړې کړي، خارجه دفتر

پاکستان ويلي خوښي لري چې د امریکا د نوې انتظاميې سره اړيکې نورې قوي کړي او غواړي چې په سيمه کې د سولې او ثبات دپاره د امریکې سره شراکت داري روانه وساتي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند زاهد حفيظ چودري د زيارت په ورځ 28م دسمبر ویلي، "د امریکا سره په ګډه کار کې مو په تېر وخت کې ډېر څه ترلاسه کړي دي. او په دې وخت کې دوه اړخيز اړیکې په سیمه کې روانو حالاتو ته په کتو د نورو ښه کېدو تقاضه کوي چې دوامداره وساتل شي".

هغه د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان او امريکا د شريکې همکارۍ يادګېرنه کړې او ويلي يې دي "پاکستان په دې يقين لري چې د افغانستان د سولې په لړ کې بېن الافغاني خبرې په مهم پړاؤ کې داخلې شوي او اوس دې ته اړتيا لري چې په دغه لړ کې ټول فريقېن خپلې ژمنې پوره کړي نور پرمختګ وکړي سياسي جوړ جاړي پله لاړ شي ځکه چې دا د افغانستان دپاره تاريخي موقع ده".

پاکستان دا خبره په داسې وخت کې کړې چې چې د امریکا د ملي امنيت سلاکار جېک سولوين په 22م فرورۍ ويلي چې امریکا اراده لري چې د فرورۍ 2020 د امریکا او طالبانو توافقنامې ته بيا کتنه وکړي او ارزونه به کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنه پورې کړې؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی او د افغان حکومت او نورو شريکانو سره يې معني خېزې خبرې روانې کړي دي که نه دي.

بل لور ته د روانې مياشتې په لومړو کې په قطر کې د افغان طالبانو او افغان حکومتي استازو ترمنځ د خبرو دوهم پړاؤ پېل شوی خو تراوسه پورې په دغو خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 20م جنورۍ یو ټویټ کې د امریکا نوي صدر جوبايډن ته اومبارکي ویلي او زياته کړې يې وه چې د جوبایډن له حکومت سره د امریکې او پاکستان تر منځ د تجارتي او اقتصادي فعالیتونو، موسمي بدلون، د عامې روغتیا د ودې، کرپشن او په سیمه او نړۍ کې د امن لپاره د لا ټینګې همکارۍ جوړېدو ته سترګې په لار دی.