د امریکې د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ویلي، امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبانو د ياد تړون ترمخه خپلې ژمنې پوره کړي که نه دي؟.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، انتوني بلينکن په 28م جنورۍ د اشرف غني سره په خبرو کې د امریکا د افغانستان سره د همکاريو په ژمنتيا خبرې کړي دي.
بلينکن ویلي، امريکا په افغانستان کې د سولې د پروسې سفارتي ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي د لارې دايمې اوربند وشي چې ګټه يې ټولو افغانانو ته وي.
.@SecBlinken spoke with Afghan President @ashrafghani, highlighting robust U.S. diplomatic support for the peace process focused on helping parties achieve a durable & just political settlement & permanent/comprehensive ceasefire that benefits all Afghans. https://t.co/UJnAIW8c2X
— Ned Price (@statedeptspox) January 28, 2021
هغه ویلي امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبان د تړون لاندې ژمنو سره پاتې شوي که نه؟ چې د نورو ترهګرو ډلو سره يې اړيکې ختمې کړي؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی؟ او د افغان حکومت او نورو اړوند فريقېنو سره يې معني خېزې خبرې پېل کړي دي که نه دي؟.
نوموړي په دې ليوالتيا ټینګار کړی چې ټول افغان مشران دې د سولې د بهير ملاتړ وکړي.
ارګ د دغو ټيليفوني خبرو په اړه ويلي، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو نوي وزير انتوني بلينکن سره ټليفوني خبرې وکړې. دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. pic.twitter.com/pb2pPEk0aK
— ارگ (@ARG_AFG) January 28, 2021
ارګ د دغو خبرو په اړه په ټويټر ویلي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی او د پایداره سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړو