کوټه ــــ په بلوچستان کې د جبري بې درکه بلوڅانو د موندنې لپاره د کار کوونکي تنظیم مشر نصرالله بلوڅ تایید کړې چې د صوبې له بېلابېلو سیمو هغه 11 تنه بلوڅان بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي چې په جبري توګه بې درکه شوي وو.
نصرالله بلوڅ وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې د درو ورځو په موده کې دغه ورک شوي کسان په کېچ، خاران، لسبېله، کوټه او آواران ضلعو کې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
نصرالله بلوڅ وایي دوی شاوخوا له اوو، پینځو او درې کلونو څخه لادرکه وو. نصرالله بلوڅ وایي د ریاستي ادارو د دې د دې ګام ستاینه کوي:
"چې کوم کسان یې په زوره بې درکه کړي دي هغه دې په سملاسي ډول را څرګند کړي چې پر چا باندي مقدمې دي هغه دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي".
په دغو را خوشي شویو کسانو کې د بلوڅي ژبې یو شاعر عبید عارف هم شامل دی چې د 2020م کال د نومبر پر اتلسمه نېټه بې درکه شوی وو.
د بې درکه بلوڅانو د تنظیم مشر دعوه کوي چې په بلوچستان کې بلوڅ ځوانان اوس هم په جبري توګه وړل کېږي او تور لګوي چې د دوی په تښتونو کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې لاس لري.
خو د پاکستان امنیتي ادارې تل د دوی له خوا په جبري توګه د خلکو د بې درکۍ تورونه ردوي.
نصرالله بلوڅ وويل چې د بلوچستان موجوده حکومت دې دغه ستونځه هواره کړي خو حکومت بيا د بې درکه شوو کسانو لپاره یو کمیشن هم جوړ کړی چې مشري یې د بلوچستان هایکورټ پخوانی قاضي فضل الرحمن کوي.
د بې درکه کسانو د سرکاري کمېشن مشر فضل الرحمن د بلوچستان سیکرټرېټ په جمالي هال کې د 79 بې درکه کسانو د مقدمو پینځه ورځنۍ اورېدنه وکړه. نوموړي د جمعې په ورځ وویل چې د درې ورځې د اورېدنو په نتیجه کې دغه یوولس تنه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د بې درکه بلوڅانو تنظیم دعوه کوي چې په صوبه کې له تېرو شاوخوا دوولسو کلونو راهیسې د دوی تر څلوېښت زره زیات کسان په جبري توګه بې درکه شوي چې وایي په هغوی کې د سلګونو مسخ شوي مړي موندل شوي دي.
خو د بلوچستان حکومت بیا د بې درکه خلکو شمېر تر دوه سوه کم یادوي او وايي چې په هغوی کې د ډېرو مقدمې روانې دي او ډېر یې بیرته را خوشي شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.