واشنګټن ــــ طالبانو تور پورې کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت په افغانستان کې د سولې د راتګ په مخ کې خنډ دی، وایي که هغه له خپلې څوکۍ استعفی ورکولو ته تیار شي نو دوی تیار دي چې په هېواد کې د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي، خو افغان حکومت یې دا خبرې "جاهلانه" او "د بهرنیو استخباراتو" بللې دي.
د طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانیکزي روس ته د خپل سفر په مهال د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، طالبان به تر هغه وخته جګړه و نه دروي چې تر څو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.
د افغانستان د سټرېټیجۍ او پالیسۍ جوړونې په چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدیق صدیقي د عباس ستانیکزي څرګندونې "جاهلانه" بللې او وایي چې د سولې له خبرو د تېښتې دا بهانې یې افغان حکومت، ولس او نړیواله ټولنه نه شي تېرایستلای.
صدیقي صدیقي د عباس ستانیکزي د خبرو په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي "طالبانو پخپلو پرله پسې پلمو د افغانستان له خلکو او اسلامي جمهوري نظام سره د جګړې پر دوام او دښمنۍ عمل وکړ او د سولې او ارامۍ او په ذمه واره توګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د افغان حکومت او امریکې طلایي موقعې یې ضایع کړې".
طالبان، با بهانه گيري هاي پيوسته شان،براي تداوم جنگ ودشمني بامردم ونظام جمهوري اسلامي افغانستان عمل كردند وفرصت هاي طلايي حكومت افغانستان وامريكارا،براي تامين صلح وثبات وخروج مسوولانه نيروهاي بين المللي ازافغانستان،ضايع كردند.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) January 29, 2021
عباس ستانیکزي په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډ پړه هم پر افغان حکومت ور اچولې او شرط یې وړاندې کړی چې د خبرو تر بیا پیلېدو مخکې دې د دوی پاته بندیان خوشي کړل شي او د ځینو مشرانو نومونه دې یې له تور نوملړه و ایستل شي.
صدیق صدیقي د بندیانو د خوشي کېدو په اړه لیکلي "د پینځه زره بندیانو خوشي کېدو ته پام وکړئ، څرنګه د بهرنیو ځواکونو وتل، په مذاکراتو کې ځنډ، د سولې خبرو له دویم پړاوه غیرحاضري او بیا هم په مسکو کې جاهلانه څرګندونې".
د طالبانو پلاوی د عباس ستانیکزي په مشرۍ وړمه ورځ روس ته تللی چې هلته یې د دې هېواد له لوړرتبه مشرانو سره لیدلي او د افغان سولې بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. په همدې اوونۍ کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو بل پلاوي ایران ته هم سفر کړی وو.
د افغان ولسمشر سلاکار شاه حسېن مرتضوي هم د طالبانو په جواب کې ویلي، د ولسمشر غني د صلاحیت او د کار موده په اساسي قانون (آیین) کې ټاکل شوې ده، وایي "عباس ستانیکزی د کومو بهرنیو استخباراتو له خوا دا خبرې کوي؟".
صلاحیت و زمان کار رییس جمهور غنی را قانون اساسی مشخص کرده است. عباس ستانکزی از آدرس کدام استخبارات خارجی سخن می زند؟؟!!
— shahussain murtazawi (@Murtazawi3) January 29, 2021
شاه حسېن مرتضوي د جمعې په ورځ پر ټویټر لیکلي "طالبان د سیاسي جګړې لپاره ماسکو او تهران ته ځي. د طالبانو اصل پیغام باید د امریکې نوي حکومت ته وي. ایران او ماسکو امریکې ته ښوول غواړي چې موږ هم کولای شو طالبان د ځان ملګري کړو او له دې ډلې د لوبې په توګه کار واخلو".
د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې په تکرار سره په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت مخالفت کړی او ویلي یې دي دی به هغه وخت استعفی ورکړي چې طالبان په افغانستان کې د خلکو په رایو د حکومت لپاره کامیابه شي.