دافغانستان دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په افغانستان کې دموقت حکومت غوښتنه د پردیو مداخلې ته د دائمي فرصت برابرؤلو په معنا بللې اؤ ویلي یې دي “زموږ ملت د ولسواکي پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی. نور دلته د هیڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقعه نه شته”
دشنبې په ورځ پخپله ټوئټر پاڼه ښاغلي حمدالله محب لیکلي “ که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلی، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله”
د طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانیکزي روس ته د خپل سفر په مهال د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي وؤ که افغان ولسمشر اشرف غني له خپلې څوکۍ استعفی ورکولو ته تیار شي نو دوی چمتو دي چې په هېواد کې د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي،
موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري. که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله. ۲/۲
— Hamdullah Mohib (@hmohib) January 30, 2021
دطالبانو دې څرګندؤنو ته پخپل غبرګون کې دملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله محب ویلي هغوئ چې دسولې دخبرو په جریان کې یې هم دمسلمانانو د سر ومال له وهلو لاس نه دی اخستی، اوس دې په دې پوهه شي چې افغانستان کې نور دپردیو ایجنډې نه شي عملي کیدای.
د حمد الله محب په وینا “موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري”
تر دې دمخه دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم د جمعې په ورځ دطالبانو په غوښتنه خپل عکس العمل کې ویلي وؤ “د موقت حکومتونو طرحه ناکامه ده او دا ډول حکومتونه د کورنیو جګړو او وینې تویدو لامل شويدي”
دطالبانو لخوا اشرف غني څخه اقتدار نه دلاس پسر کیدو دا غوښتنه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې دامریکې دبهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن ویلي امریکا تیرکال دفرورۍ میاشت کې طالبانو سره دسولې شوي تړون ته بیا دسره کتنه کوي .
امریکایي چارواکي وایي چې دسولې تړون کې طالبانو کومې ژمنې کړي هغه یې نه دي ترسره کړي خو طالبانو بیا ویلي چې پخپلو ژمنو ولاړ دي.
تیرکال په ۲۹مه فرورۍ دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دسولې شوي تړون کې طالبانو منلې وه چې القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه به ځان جلا کوي، دافغانستان خاوره به دچا په ضد کاریدو ته نه پریږدي اؤ هم به دافغان دولت سره دسولې خبرو ته کښیني.
خو امریکایي چارواکي وایي چې طالبان اوس هم دالقاعده ملګري دي.
دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي دجمعې په ورځ دا هم ویلي وؤ چې القاعده اوس په افغانستان کې نشته اؤ نه هم طالبان پخپلو لیکو کې بهرني وسله وال لري.
دموقت حکومت په بابله دطالبانو په غوښتنه په ټولنیزو رسنیو کې هم تاوده بحثونه روان دي اؤ د مروه افغان په نوم میرمنې په ټوئټر لیکلي “موږ د نجيب فلم ليدلی نه غواړو چې هغه بدخونده فلم بيا وګورو زموږ د سرتيرو او شهيدانو وینې به بې ځايه نه ځي د خپلو شهيدانو په سر معامله نه منو موقت حکومت يعني د افغانستان بربادول”
موږ د نجيب فلم ليدلی نه غواړو چې هغه بدخونده فلم بيا وګورو زموږ د سرتيرو او شهيدانو وینې به بې ځايه نه ځي د خپلو شهيدانو په سر معامله نه منو موقت حکومت يعني د افغانستان بربادول د ولسمشر غني څخه په کلکه غواړو چې پر خپل دريځ دي کلک ودريږي د پاکستان د مليشو چې زړه غواړي هغه دې وکړي
— Marwa Afghanai (@MarwaAfghanai) January 30, 2021
هغه وړاندې لیکي د ولسمشر غني څخه په کلکه غواړو چې پر خپل دريځ دي کلک ودريږي د پاکستان د مليشو چې زړه غواړي هغه دې وکړي
مصطفی کمال کاکړ هم په ټوئټر لیکلي چې طالبان د سولې او اوربند واک له سره لري نه، طالبان د نورو قوتونو په کنټرول کې دي،
طالبان د سولې او اوربند واک له سره لري نه، طالبان د نورو قوتونو په کنټرول کې دي، هغه قوتونه چې ډاکټر نجیب يې په استعفى مجبوره کړي او انجام يې موږ وه ليدلې، ډاکټر اشرف غني به قطعاً د ډاکټر نجیب غلطي نه کوي، اشرف غني به خپل وخت پوره کوي او د جمهوريت تسلسل به روان وي
— Mustafa Kamal Kakar (@MustafaKamalKar) January 30, 2021
هغه وایي هغه قوتونه چې ډاکټر نجیب يې په استعفى مجبوره کړي او انجام يې موږ وه ليدلې، ډاکټر اشرف غني به قطعاً د ډاکټر نجیب غلطي نه کوي، اشرف غني به خپل وخت پوره کوي او د جمهوريت تسلسل به روان وي.
خو یو شمیر نورو ټولنیزو فعالانو بیا لیکلي چې دافغانستان د ملي ګټو دپاره به د اشرف غني حکومت ته له خپلو ګټو تیریدل وي