کابل کې څلور چاودنو د جمعیت اصلاح د یو مشر په ګډون دوه تنه وژلي، پینځه ټپیان کړي

واشنګټن ـــ په کابل کې په بېلابېلو سیمو کې پرله پسې څلور چاودنې شوې دي چې دوه تنه پکې وژل شوي او پینځه نور پکې ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې یو د جمعیت اصلاح ګوند یو مشر محمد عاطف هم شامل دی.

افغان حکومت د جمیعت اصلاح ګوند د مشرتابه غړي وژنه غندلې ده.‌ د ارګ پر ټویټر پاڼه لیکل شوي‌ "د هیواد دښمنانو د خپلو جنایتونو او هدفي وژنو په دوام، نن د افغانستان د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس دوکتور محمدعاطف په کابل ښار کې، په تروریستي برید کې شهید کړ".

پولیس چارواکي وایي چاودنه سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار په منځ کې په جوی شېر سیمه کې شوې چې وایي هدف یې د پولیسو یو موټر وو، وایي چاودنې دوه پولیس عسکر هم ټپیان کړي دي.

دویمه چاودنه د کابل ښار په سلیم کاروان سیمه کې سهار د اته نیمو بجو په شاوخوا کې شوې ده. پولیس وایي د دې بمي چاودنې هدف یو ولسي موټر وو،‌ چې وایي دوه تنه پکې وژل شوي او دوه ټپیان شوي‌ دي.

پولیس چارواکي وایي په دې دویمه چاودنه کې د افغانستان د جمعیت اصلاح ګوند د مشرانو شورا یو مهم غړی محمد عاطف هم وژل شوی چې ګوند یې وژنه تایید کړې ده.

درېیمه چاودنه بیا د کابل ښار په لوېدیځ کې په دهمزنګ سیمه کې د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې شوې ده چې د پولیسو په وینا په دې کې هم یو موټر د برید هدف وو او په نتیجه کې یې یو تن ټپي‌ شوی دی.

امنیتي سرچینې وایي څلورمه چاودنه د نهې- سه شنبې په ماسپښین د کابل په هېوادوال مېنه کې پر یوه موټر شوې چې وایي دوه تنه پکې ټپیان شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې وسلوالې ډلې د دغو چاودنو ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو افغان چارواکو یې پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچولې ده.

طالبانو نه یواځې په دغو چاودنو کې لاس لرل رد کړي بلکې د جمعیت اصلاح ګوند د مشرانو شورا د غړي محمد عاطف وژنه یې په کلکه غندلې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي:

"په خواشنۍ سره خبر شولو چې داستخباراتي وژنو په لړ کې، نن سهار په کابل کې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئيس محمد عاطف په شهادت رسیدلی. موږ د عالماوو، خبریالانو، سیاسي او اجتماعي شخصیتونو ترور غندو".

د افغانستان په پایتخت کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په وروستیو کې د سیاستوالو،‌ د مدفي او بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوې دي چې افغان حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي خو طالبان دا "استخباراتي دسیسه" بولي او وایي چې په دا ډول بریدونه کې هیڅ لاس نه لري.