د بلوچستان په ږوب کې یوه ښځه او سړی "د غیرت په نامه" وژل شوي

کوټه ــــ د بلوچستان د شمالي ضلعې ږوب لېويز چارواکي وایي د کوټې او ږوب تر منځ لوی سړک باندې له بادينزي سيمې سره نیژدې په يوه وسلوال بريد کې يو ځوان او يوه ښځه وژل شوي دي.

د ږوب لېويز ځواک يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، پېښه د شوروـ چارشنبې په ورځ سهار هغه وخت شوې چې له کوټې ور روان موټر د ږوب بادينزي سيمې ته رسېدلی او هلته له اوله ورته پټو کسانو ورباندې ډزې کړې دي.

د چارواکي په خبره وژل شوې ښځه او ځوان دواړه د ږوب اوسېدونکي دي‌ خو وایي ښځه څو کاله وړاندې په کوټه کې واده شوې وه.

هغه وويل په لومړيو پلټونو کې دا څرګنده شوې چې دا د غېرت پر نامه وژنه ده.

د چارواکي په خبره د وژل شوو جسدونه يې د ږوب ښار سېول روغتون ته وړي او له ضروري معلوماتو او مېډيکل رپورټ تر لاسه کولو وروسته يې د هغوی جسدونه د هغوی کورنيو ته سپارلي دي.

په بلوچستان کې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوونکي غېردولتي تنظيم عورت فاونډېشن په یو رپورټ کې اندېښنه ښوولې او وایي په ايالت کې د غیرت پر نامه وژنه او د ښځو پر ضد تشدد زيات شوی دی.

د عورت فاونډېشن وياند علاودين خلجی وايي، په بلوچستان ايالت کې هره دويمه ورځ يوه ښځه وژل شوې يا ټپي شوې ده.

د خلجي په خبره په تېرو دوولسو مياشتو کې په بلوچستان کې په 118 پېښو کې 66 ښځې او اتلس نارينه وژل شوي، چې وایي په هغوی کې یواځې 33 ښځې او اتلس نارينه د غیرت پر نامه وژل شوي.

علاوالدین خلجی وایي درو ښځو د کورنیو ستونځو له کبله ځان وژلی او پر 12 ښځو تشدد شوی دی،‌ له دې سره سره 11 ښځې له کوره تښتول شوې دي.

په 2020م کال کې په بلوچستان کې له پینځو ماشومو هلکانو او درو ښځو سره د جنسي تېري پېښې هم رپورټ شوې دي.

د علاالدين خلجي په خبره په دغو پېښو کې د زياتوالي لوی سبب په صوبه کې پر ښځو د تشدد ضد قانون نشتوالی، په مرکزي کچه شته قانون نه پلي کول او په عدالتونو کې په ځند د فېصلو کېدل دي.