امرالله صالح د امریکايي ځواکونو د وتلو د ورو کېدو هرکلی کړی

واشنګټن - د افغانستان د ولسمشر لومړي‌ مرستیال امرالله صالح د امریکا کانګرس ته په وړاندې شوي یو راپور کې د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له دغه هېواد څخه دې د ځواکونو د وتلو بهیر ورو کړي.

ښاغلي صالح د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر لیکلي، "مونږ ددغه راپور ډېر زیات هرکلی کوو چې له سرلیک څخه زیات څه پکې نغښتي دي. په دغه راپور کې د هوښیارۍ او احتیاط غوښتنه شوې، نه د بې فکره او بیړنیو پرېکړو."

د افغانستان د مطالعې ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په وړاندې شوي یو راپور کې ویلي، چې امریکا باید له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وېستلو لپاره د مې میاشتې لومړۍ نېټه وغځوي او په دې فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي، تاوتریخوالی راکم کړي او له القاعده سره اړیکې ختمې کړي.

په دغه راپور کې لیکل شوي، چې د مې په لومړۍ نېټه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې، د سیمې د بې ثباتۍ او د القاعده د بیا خطرې سبب شي.

د افغانستان د مطالعې ډلې د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې یواځې څو میاشتې وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوي تړون څخه د کانګرس لخوا ګمارل شوې وه چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د یو ګردي مېز پرمهال وویل، د ولسمشر ټرمپ له اداره د دوحې د خبرو په اړه په یوې تشه یا خلا کې وه. په دغو خبرو کې باید د مذاکراتو په دواړو خواوو باندې فشار وای خو تر اوسه پورې یواځې افغان حکومت تر فشار لاندې دی نه طالبان.

د ملي پخلاینې لپاره د افغانستان د عالي شورا مرستیال اسدالله ساداتي ویلي، دی د امریکا په سیاست کې د لوی بدلون کومه تمه نه لري. دی وای ځینې بدلونونه به رامنځ ته شي خو د سولې خبرې به دوام ولري.

د پارلمان وکیل، ابرارالله ابرار وویل، چې د مې لومړې نېټه به یواځې ګاونډي هېوادونه وهڅوي چې خپل مداخلې زیاتې کړي.

همدارنګه پخوانی پوځي جنرال امان الله امان وايي، له افغانستان څخه په بې مسولیته توګه د ځواکونو وېستل به هم د افغانستان او هم د امریکا لپاره ناوړه پایلې ولري.

خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، چې د امریکا حکومت باید له طالبانو سره په شوي تړون کې په ټاکل شوې نېټې باندې عمل وکړي.

د افغانستان د مطالعې ډلې په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې واشنګټن باید د سولې بهیر پرې نه ږدي خو د ۲۰۲۰ کال تر مې پورې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون شرطونه پوره نشي.
په راپور کې د ټرمپ په ادارې باندې هم نیوکې شوي چې د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې به ختمولو کې یې له توندلارو سره ډېر څه منلي دي.

د امریکا د کانګرس لخوا د افغانستان د مطالعې د ډلې مشري د ګډو ځواکونو پخواني مشر جنرال جوزېف ډنفورډ او پخواني ریپبلېکن سنېټر کیلې ایوټ کوله.

ډنفورډ خبريالانو ته ویلي، دغه راپور یې د ولسمشر جو بايډن له همکارانو او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره شريک کړی دی، او هغو ورته ګټور ويلي دي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي چې طالبانو د سولې په بهیر کې په درېیو اساسي برخو کې خپلې ژمنې ماتې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي اتمر له قوله ویلي: "هغوی (طالبانو) د خپل توافق په خلاف ۹۰سلنه خوشې شوي زندانیان بیا د جګړو لیکو ته لېږلي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او دغه راز له القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي".