انتوني بلينکن د زلمي خليلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي مرستيال زلمي خليلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

نوموړي د ليدنې په اړه په ټويټر ویلي،

"زلمي خليلزاد سره مې په ليدنه کې د افغانستان په اړه خبرې وشوې: چې امریکا دې د ترهګرۍ د ګواښونو څخه په دوامداره توګه خوندي وساتل شي، په افغانستان کې تلپاتې سیاسي جوړ جاړی ترلاسه کړی شي، او دايمي اوربند دې وشي".

دغه ليدنه چې په څلورمه فرورۍ شوې په اړه یې خليلزاد ويلي، انتوني بلينکن ته يې د افغانستان د سولې د عمل په اړه احوال تېر کړی دی.

هغه ويلي "په دغه ناسته کې مو د خپلو شرطونو په اساس جوړه سټراټیجۍ باندې بحث وشو، په افغانستان کې امن راوستل، د افغانانو دپاره باثباته راتلونکی، او د امریکا او د اتحاديانو پرضد يې د افغانستان د خاورې د کارولو مخنيوی کول".

دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې امریکا ويلي د کال 2020م د فرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې موافقنامې ته بيا کتنه کوي.

په 28م جنورۍ انتوني بلينکن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په دغه اړه ټيليفوني خبرې هم شوې وې.

بلينکن ویلي وو امریکا د طالبانو سره د کال 2020م د فرورۍ تړون ته بيا کتنه کوي چې طالبان د تړون لاندې ژمنو سره پاتې شوي که نه؟ چې د نورو ترهګرو ډلو سره يې اړيکې ختمې کړي؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی؟ او د افغان حکومت او نورو اړوند فريقېنو سره يې معني خېزې خبرې پېل کړي دي که نه دي؟.

د جنورۍ د مياشتې په لومړو کې په قطر کې د افغان طالبانو او افغان حکومتي استازو ترمنځ د بېن الافغاني خبرو دوهم پړاو پېل شوی خو تراوسه پورې په دغو خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.