فریډم هاوس: پاکستان په هغو هېوادونو کې دی چې خپل بهرمېشتي مخالفین ځپي

واشنګټن ــــ د یوې جمهوریت پلوه نړیوالې څېړنیزې ادارې د تازه څېړنې له مخې پاکستان هم په هغو آمرانه او زورواکو هېوادونو کې شامل دی چې له هېواده بهر یې پر خپلو تنقید کوونکو بریدونه په زیاتېدو دي او وایي دغه هېوادونه بهر پخپلو خلکو په چل مرګوني بریدونه کوي او نیسي یې.

په واشنګټن کې د فریډم هاوس په نامه جمهوریت پلوې ډلې پخپله تازه څېړنه کې هغه زورواک او آمرانه هېوادونه په ګوته کړي دي چې وایي په وروستیو کلونو کې یې له خپلو پولو بهر په تدبیر سره د هغو خلکو وژنه او ډارونه پیل کړې چې پر دوی نیوکې کوي.

دغې ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي د پاکستان تر څنګ چین، روس، ترکي او ایران د نړۍ هغه زورواک هېوادونه دي چې په نورو ملکونو کې یې سیاسي فشار زیات کړی او دې کار یو څه نتیجې لرلې دي.

په رپوټ کې راغلي چې پاکستان، ازربایجان او د منځنۍ اېشیا پینځه هېوادونه قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم خپل بهرمېشتي خلک په نخښه کوي او د هغوی د وژنو او نیولو تدبیرونه جوړوي.

د فریډم هاوس دغه رپوټ‌ چې «له سترګو الونیا، لاسرسي ته نیژدې» نوم ورکړل شوی وایي،‌ له 2014م کال راهیسې د امریکې په ګډون د نړۍ په 79 هېوادونو کې د خپلو مخالفینو په ضد د بدني جبر یا ځورونې 608 پېښې شوې دي.

دغه رپوټ په داسې حال کې خپور شوی چې په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت په مهال په هېواد کې دننه د بشري حقونو هغه ګڼ شمېر فعالان نیول شوي چې پر پوځ او حکومت نیوکې کوي.

د دې تر څنګ په کېنېډا کې د بلوڅانو د بشري حقونو فعاله کریمه بلوڅ هم په مرموزه توګه مړه شوې چې وخت په وخت به یې پر پاکستاني پوځ نیوکې کولې او د بلوڅانو په جبري بې درکۍ کې د لاس لرلو تورونه یې پرې لګول.

رپوټ وایي په دغه موده کې شاوخوا 3.5 میلینه یعنې 35 لکه کسان له دغو مخامخ یا په بله وسیله له نامخامخ بریدونو اغېزمن شوي دي.‌

فریډم هاوس وایي په دغو ټولو هېوادونو کې چین تر ټولو سرسخته تجاوزګر دی چې په زښته ډېره پېچلې توګه د نړیوال او هراړخیز کمپاین تر سره کوي.

رپوټ زیاتوي چین د خپلو بهرمېشتو مخالفینو په ضد په پراخه اندازه تدابیر خپل کړي دي چې وايي په دغو مخالفینو کې یې ایغوریان، هان چینایان، تیبتیان او د فالن ګونګ پلویان شامل دي.

فریډم هاوس وایي بېجنګ بهرمېشتي فعالان هم تښتوي چې وایي په هغوی کې یو د سویډن ښهریت لرونکی کتاب پلورونکی ګوی مینهای هم شامل دی چې په 2015م کال کې له تایلېنډه تللی او په چین کې مېشت شوی وو.

د واشنګټن مېشتې جمهوریت پلوه ډلې د څېړنې له مخې ترکي دویم هېواد دی چې په نړیواله توګه خپل مخالفین ځپي، وایي په دې کار کې یې د 2016م کال له جولای وروسته زیاتوالی راغلی چې د صدر رجب طیب اردګان په ضد د کودتا هڅه وشوه.

رپوټ وایي ترکي د خلکو په وژنه، د هېوادونو تر منځ د مجرمینو په سپارنه، د بدني جبر په ګواښونو او بهر ته د خپلو خلکو پر تګ په بندیزونو او د هغوی د پاسپورټونو په منسوخولو اخته دی.

فریډم هاوس وایي روس هم له خپل هېواده بهر په زیاته شدیده توګه د خپلو مخالفینو په ځپلو بوخت دی، چې وایي هغه کسان په زیاته اندازه وژني چې د روس حکومت یې ځان ته خطر ګڼي.

رپوټ وایي د 2014م او 2020م کلونو تر منځ چې په ټوله نړۍ کې پر خپلو مخالفینو د وژلو او د مرګونو هڅو کوم 26 بریدونه شوي، په هغو کې اووه کرېملین کړې دي.

دغه څېړنیز رپوټ وایي ایران هم له هېواده بهر د خپلو سیاسي مخالفینو د وژلو او ځورولو کمپېن پراخ کړی دی. وایي ایران هم په درو هېوادونو کې پینځه واره د وژلو یا مرګونې هڅې کړې دي او لږ تر لږه دوه مرګونه بریدونه یې ناکامه کړل شوي دي.

رپوټ وایي ایران چې کوم کسان په هدف کوي په هغوی کې خبریالان او د حکومت مخالفین شامل دي چې وایي ایراني چارواکي یې په پرله پسې توګه "ترهګر" بولي.

فریډم هاوس پخپل رپوټ کې له خپلو بهرمېشتو مخالفینو سره د امریکې چلند نه دی یاد کړی، خصوصاً د ایډورډ سنوډن چې د امریکې د استخباراتي رازونو تر ښکاره کولو وروسته روس په 2013م کال کې لنډمهالی ښهریت ورکړی وو او تېر کال یې دایمي ښهریت ورکړ.