د شمالي وزيرستان د اتمانزو قومي جرګې د پاکستان د رياست نه غوښتي چې په سيمه کې د پوځي عملياتو وروسته دې ټول انتظامي ماملات اړونده محکمو ته وسپارل شي.
د جمعې په ورځ (پينځمه فرورۍ) د شمالي وزیرستان په مرکز مرانشاه کې د اتمانزو غټه قومي جرګه کې غوښتنه شوې چې په وزیرستان کې د 35زره پورې پوځي سرتيري دې خپلې بنیادي زمه وارۍ ترسره کړي او سېول ماملات دې پوليس ته وسپاري.
جرګې غوښتي د علاقې نه دې 10زره تنه په پوليس او سي ټي ډي کې برتي کړی شي. دغه ډول که څوک د کوم جرم په لړ کې ونيول شي د قانون ترمخه دې په 24 ساعتونو کې اړونده عدالتونو ته وړاندې کړی شي او د بشري حقونو سره په ټکر په زوره د بې درکه کولو عمل مستقله خاتمه دې وشي.
په ياده اعلامیه نزدې 70 تنو لاسليک کړی دی.
د جرګې غړي د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ ممبر محسن داوړ وايي پوليس ته د واک ورکولو غوښتنه يې ځکه کړې چې دلته پولیس بې اختیاره دي او که پوځ څوک ونيسي عدالت يې ترې هم نه شي خلاصولولي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که پولیس څوک ونيسي عدالت کولی شي چې پوښتنه ترې وکړي او د قانون ترمخه پوليس دې ته تړلي دي چې نيول شوي به عدالت ته په ټاکلي وخت کې وړاندې کوي نه چې په مودو مودو يې ورک ساتي.
هغه زياته کړه د دوی په وړاندې د سوات مثال موجود دی چې هلته د پوځي عملیاتو وروسته په پوليس کې نوي لس زره کسان برتي کړی شو، او که په وزیرستان کې د 35زره پوځي سرتيرو په ځای 10زره پوليس ته واک ورکړی شي نو دلته به امن په ځای شي.
هغه وويل په جرګه کې په ګډه دا غوښتنه هم وشوه چې دلته د بې ګناه وژل شوو مقدمې دې د هغوی د وژونکو پرضد درج کړی شي.
د اتمانزو د قومي جرګې يو بل غړی او قومي مشر شريعت الله وايي دوی په علاقه کې د 45 کالو راهسې د ناامنۍ سره مخ دي، د ضرب عضب نه یې هيله ساتله چې په سیمه کې به امن په ځای شي خو بيا هم په علاقه کې د وکيلانو، ډاکټرانو او قومي مشرانو وژنې روانې دي.
هغه وويل دوی بيا بيا د ناامنۍ پرضد احتجاجونه وکړه خو چا يې غږ وانه ورېدو ځکه دوی په قامي پرېکړو کولو مجبوره شو.
اتمانزي د شمالي وزیرستان قومي جرګه ده.
د اتمانزو د قومي جرګې د غوښتنو او پوليس ته د واک ورکولو په اړه وي او اې د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره د تماس هڅه کړې خو د هغه ځواب نه دی ترلاسه کړی شوی.
خو له دې وړاندې نوموړي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ويلي وو چې په علاقه کې پوليس په ځای کړی شوي او دغه سیمه چې د کله نه په صوبه کې ورګډه شوې د وړاندې په پرتله پکې امنيت ډېر ښه شوی دی.
د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات کړي وو او له دغو عملياتو وروسته يې دعوه کړې چې علاقه په بشپړ ډول د تندلارو څخه پاکه کړی شوې ده. خو په علاقه کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.
د پاکستان پوځ وايي چې په ملک کې په ډېرو قربانو امنيت په ځای کړی او د امن دپاره ورکړی شوې قربانۍ به بې ځايه توېدو ته نه پرېږدي.