افغانستان او هند په کابل کې د شاه توت په نوم د یو ډېم تړون لاسلیک کړ

واشنګټن ــــ افغانستان او هندوستان د شاه توت په نوم په کابل کې د یو ډېم د جوړېدو تړون لاسلیک کړی چې صدر اشرف غني او وزیراعظم نریندرا مودي هم د تړون مراسمو په غونډه کې په آنلاین بڼه ګډون کړی دی.

ټاکل شوې چې د دې ډېم په منصوبه به 286 میلینه ډالره لګښت راځي چې تر جوړېدو وروسته به یې د کابل ښار دوه میلینه اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.

د پرانیستنې په مراسمو کې ولسمشر غني او وزیراعظم مودي پخپلو خبرو کې د افغانستان او هند پر څو پېړۍ پخوانیو اړیکو او په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د هند پر مرستو خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې سوله ییز افغانستان د منځنۍ اېشیا له هېوادونو سره د پیوستون لپاره ډېر مهم دی:

"له شاه توت ډېم سره به د کابل د واورې او باران اوبه مهار کړل شي چې د دوه میلینه اوسېدونکو تنده به ماته کړي، شاتوت به کابل سیند ته هم کافي اوبه ورکوي چې یو ځل بیا د سمسورتیا، ځنګلونو او تفریح مرکز وګرځي".

افغان چارواکي وایي دا بند به په شپږو کلونو کې د کابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې جوړېږي چې خلکو ته د اوبو ورکولو تر څنګ به 4000 اېکړه مځکه هم اوبه کوي. د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي‌ ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وایي:

"دغه بند چې د 146 میلینه میټره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او 92 میټره لوړوالی لري د کابل څلور زره ایکړه کرنیزه مځکه به خړوبوي او د کابل 2.2 میلینه وګړو ته به اوبه برابروي".

وزیراعظم نریندرا مودي پخپلو خبرو کې وویل چې هېواد به یې په هر حالت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي وویل افغانستان او هندوستان نن یو ځل بیا تر خپل منځ د اړیکو یو مضبوط بنیاد کښېښوو. ښاغلي مودي پخپلو خبرو کې وویل:

"کابل کې د شاه توت بند چې نن یې موږ د جوړېدو تړون لاسليکوو، د افغانستان او هندوستان د غښتلې اړیکو پایله ده چې ملاتړ یې کوو، دا بند به د کابل خلکو ته اوبه‌ برابرې کړي، کابل ښار د هندوستان د خلکو په زړونو او ذهنونو کې ځانګړی ځای لري."

ولسمشر غني وویل هندوستان له افغانستان سره تر اوسه درې اربه ډالره مرسته کړې چې وایي د دغو پیسو 90 فیصده یې د افغان حکومت پر مهمو اړتیاوو لګېدلې دي.

نریندرا مودي په افغانستان کې د هند پخوانۍ مرستې هم یادې کړې او په دې هېواد کې یې پر وروستۍ ناامنۍ اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې باید سمدستي ډزبندي وشي.