په افغانستان کې د يوناما پينځه افغان ساتونکي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) ويلي د کابل په سروبۍ ولسوالۍ کې د يوناما په کاروان بريد کې پينځه افغان ساتونکي وژل شوي دي.

ادارې ویلي د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (11 فرورۍ) په بريد کې د يوناما کار کوونکو او ګاډو ته تاوان نه دی اوښتی.

ويل شوي د يوناما کاروان د کابل څخه ختځ پله 60 کلوميټره لرې په سروبۍ ولسوالۍ کې نامالومو وسله والو په نخښه کړی دی.

يوناما ويلي افغان امنيتي سرتيري چې د کاروان سره په ساتنه وو په برید کې د ډرايور په ډز د لګېدو وروسته د امنيتي سرتيرو ګاډی سيند ته غورځېدلی دی.

يوناما د پېښې په اړه ویلي، "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ دکابل په سروبي ولسوالۍ کې ددغې ادارې د محافظت د افغان ساتونکو د خدماتي ادارې دپنځو کسانو په مړه کيدو غمجنه ده. دملګرو ملتونو کارکونکي او موټر ته په هغه بريد کې هيڅ زيان ندی اوښتی چې د ملګرو ملتونو د کاروان د ساتنې د خدماتو د ادارې يو موټر پکې نن ولګيد".

د ياد برید زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

په کابل کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي، دا په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د جنورۍ د میاشتې راهسې ځنډېدلي دي.

بل لور ته د امریکايي صدر جوبايډن انتظامیې ویلي د کال 2020م په فرورۍ کې د طالبانو سره د افغان سولې په اړه شوي تړون ته کتنه کوي.

امریکا وايي دې ته کتنه کوي چې طالبانو خپلې ژمنې څومره پوره کړي دي؟. امریکا په افغانستان کې د خپل پوځ شمېره 2500 ته راکمه کړې ده، خو په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

د بايډن انتظاميې وړاندې داسې اشارې ورکړي چې طالبانو د سولې د توافقنامې په ژمنو (د تشدد په کمولو، د نورو ترهګرو ډلو سره په اړيکو پرېکولو او د افغان حکومت سره د سولې د خبرو) په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او خبرداری یې ورکړی که واشنګټن په خپلو ژمنو کې بدلون کوي دغه کار به افغان جګړه نوره توده کړي.