سېنټ د ډانلډ ټرمپ د مواخذه کېدو پرېکړه ونه کړه، ټرمپ د دې پرېکړې هرکلی کړی

واشنګټن ــــ د امریکې سېنټ د خالي- شنبې په ورځ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د دویم ځل مواخذه کېدو په بهیر کې د سېنټ غونډې ته د هغو ګواهانو د وړاندې کېدو لپاره رایې ورکړې چې پر کانګرس ودانۍ د جنورۍ د شپږمې په اړه معلومات ورکړي، خو وروسته یې د شاهدانو د نه وړاندې کېدو پرېکړه وکړه او د ټرمپ د مواخذه کېدو په اړه یې رایې واچولې چې له غوښتنې سره سم د ټرمپ د مواخذه کېدو لپاره 67 رایې پوره نه شوې.

په سېنټ کې مازیګر تر ناوخته د مواخذه کېدو غونډه روانه وه چې د دواړو ګوندونو غړو پکې خپل دلایل وړاندې کړل او په پای کې د کانګرس له ټولو غړو رایې واخیستل شوې چې پکې 57 کسانو د ټرمپ د مواخذه کېدو او43 د نه مواخذه کېدو په پلوۍ رایې ورکړې.

ډیموکرېټ ګوند بریالی نه شو چې د سېنټ په درې کې د دوې برخې ملاتړ تر لاسه کړي او په دې توګه ډانلډ ټرمپ له دویم ځل مواخذه کېدو و ژغورل شو. ډانلډ ټرمپ د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د انصاف او آیین بریالیتوب ګڼلی دی.

د سېنټ تر پرېکړې سمدستي وروسته پخواني صدر ټرمپ یو پیغام خپور کړی چې پکې یې ویلي "دا زموږ د هېواد په تاریخ کې د یو ستر سیاسي انتقام یو بل پړاو دی چې هیڅ یو ولسمشر به نه وي ترې تېر شوی".

د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دویم ځل مواخذه کېدو بهیر چې د فرورۍ له نهمې د امریکې په سېنټ کې روان وو وروستي پړاو ته را رسېدلی وو او ټاکل شوې وه چې د ټرمپ د وکیلانو تر دلایلو وروسته به د هغه د مواخذه کېدو یا نه مواخذه کېدو لپاره رایې واچول شي، خو پرون پکې ناڅاپه د شاهدانو د وړاندې کېدو لپاره رایې ورکړل شوې.

د شنبې- خالي په ورځ سهار د ریپبلکن ګوند د پینځو سنېټرانو په ګډون د ډیموکرېټ ګوند 50 غړو هم د دې لپاره رایې ورکړې چې له شاهدانو د کانګرس د ودانۍ د پېښې معلومات واوري.

د کانګرس غړي جېمي راسکین- چې په استازو اېوان کې د مواخذې د بهیر مشري کوي- اعلان وکړ، چې دی غواړي د ریپبلکن ګوند د کانګرس غړې جېمي هرېرا بټلر خپله ګواهي ورکړي.

مېرمن بټلر د جمعې په شپه پخپل خپاره کړي بیان کې ویلي، د استازو اېوان د اقلیتونو مشر کېوین میکارتي دې ته ویلي، ټرمپ ورسره پر کانګرس د یرغل په وخت په ټلیفوني خبرو کې د ریپبلکن ګوند له قهرجنو احتجاج کوونکو سره خواخوږي څرګنده کړې وه او ستایلي یې وو. ښاغلي میکارتي هغه مهال ښاغلي ټرمپ ته ټیلیفون کړی وو، چې پر کانګرس د برید مخه ونیسي.

د جمعې په ورځ د خپلو دلایلو د وړاندې کولو په وخت د ټرمپ وکیلانو دا تورونه رد کړي چې پخواني صدر خپل پلویان پر کانګرس حملې ته پارولي وو.

د ډانلډ ټرمپ د دفاع وکیلانو وویل پر پخواني صدر دا الزام په سیاسي بنیادونو ولاړ دی او د هغوی په وینا غیرقانوني سیاسي انتقام دی. د ټرمپ د دفاع وکیل مایکل وانډروین وویل د سېنټ مخې ته د مواخذې یا د ډانلډ ټرمپ د نااهله کولو ماده د غیر اییني او د سیاسي انتقام اقدام دی. وېنډروين وویل "دا مواخذه له حقیقت، له شواهدو او د امریکې د خلکو له ګټو بېخي لرې ده".

د ټرمپ وکیلانو د ورکړل شويو 16 ساعتونو پر ځای په درو ګنټو کې خپل دلیلونه وړاندې کړل. دوی د سېنټ مقدمې ته وویل، ډانلډ ټرمپ حق درلود چې د صدارتي ټاکنو پر نتایجو اعتراض وکړي او وایي پر کانګرس تر حملې مخکې په واشنګټن کې خپلو پلویانو ته د ټرمپ وینا پاروونکې نه وه.

ټرمپ د جنورۍ پر شپږمه خپلو پلویانو ته ویلي وو "پخپل بشپړ زور سره وجنګېږئ"، وکیلانو یې په دفاع کې ویلي چې دا خبره د ډېموکریټانو له خوا د تشدد را پارولو لپاره هم کارول شوې ده. دوی په دغه مهال ځینې اوږدې ویډیوګانې هم ښکاره کړې چې پکې د ډیموکرېټ ګوند پیژندلي کسان لکه مرستیاله صدره کماله هېریس، سنېټر ایلیزابیت وارن او په سنېټ کې د ډېموکریټانو مشر چک شومر هم د "جنګ" ټکی بې له کوم سیاق او تړاوه کارولی دی.