د جينکو د تعلیم مبارزې او د نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د هغې پلار ته د وژلو ګواښ وروسته ټویټر د پاکستاني طالبانو د تحریک پخواني ویاند او د پوځ له ولکې تښتېدلي احسان الله احسان ټويټر اکاونټ بند کړی دی.
د احسان الله احسان په نوم ټويټ شوی وو چې،
"ملاله جي! ته ژر خپل لومړي کور ته راشه، له تا او ستا له والد صاحب سره تر اوسه ډېر حساب پاته دی، پر تا چې کوم پور پاته دی هغه به له تا اخیستل کېږي، دا ځل به د حساب کتاب لپاره ماهر کس در لېږل کېږي چې هیڅ کش هم پاته نه شي".
ملالہ جی ! آپ جلد اپنے پہلے گھر تشریف لائیے , آپ اور آپ کے والد صاحب کیساتھ ابھی بہت سارا حساب باقی ہے , آپ کے ذمے جو قرض واجب الادا ہے وہ آپ سے وصول کرنا ہے .اس دفعہ حساب کتاب کے لیے ماہر بندہ بھیج دیا جائے گا تاکہ کوئی شک باقی نہ رہے .@Malala @ZiauddinY https://t.co/LgWtyJgLl2
— Ehsanullah Ehsan (@EUEofficial35) February 15, 2021
ملالې یوسفزۍ د نهې- دوشنبې په ورځ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د احسان الله احسان دغه ګواښوونکی ټویټ بیا ټویټ کړی او له پاکستاني چارواکو یې پوښتنه کړې چې هغه څنګه وتښتېد؟. ملالې لیکلي:
"دا د پاکستاني طالبانو د تحریک پخوانی ویاند دی چې پر ما او ډېرو بې ګناه خلکو د بریدونو ذمه واري یې منلې ده. دی اوس پر ټولنیزو رسنیو خلکو ته ګواښونه کوي. د ای ایس پي آر مشره او عمران خانه دی ]احسان الله احسان] څنګه وتښتېد؟".
This is the ex-spokesperson of Tehrik-i-Taliban Pakistan who claims responsibility for the attack on me and many innocent people. He is now threatening people on social media. How did he escape @OfficialDGISPR @ImranKhanPTI? https://t.co/1RDdZaxprs
— Malala (@Malala) February 16, 2021
ملاله او د هغې پلار ته د ګواښونو د ټويټ وروسته په ټولنيزو رسنيو پوښتنې را ولاړې شوې وې چې احسان الله احسان په ټويټر ګواښونه کولی شي؟.
په 23 کلنې ملالې یوسفزی یوولس کاله مخکې د 2012م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه په سوات کې هغه وخت وسلوال برید وشو او هغه یې له دوو نورو همځولو کاینات او شازیې سره یو ځای سخته ټپي کړه چې له سکوله په موټر کې کور ته روانه وه. د هغه برید ذمه واري احسان الله احسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له خوا منلې وه.
د پاکستاني طالبانو د تحریک پخواني وياند او وروسته بیا د جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان په اړه د پاکستان پوځ د کال 2017م د مې په مياشت کې ويلي، هغه ځان پوځ ته سپارلی دی.
خو د 2020م د جنورۍ په مياشت کې بيا د احسان الله احسان د تښتېدو خبرونه مخې ته راغلي او هغه په خپله د تښتېدو ويلي وو چې سره د خپلې کورنۍ نامالومه ځای ته رسېدلی دی.
او د دغه خبر دوه اوونۍ وروسته د پاکستان د هغه وخت د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د احسان الله احسان د تښتېدو خبر تاييد کړی وو.
په جولايۍ 2020م کې پاکستان پيپلز ګوند د پاکستان تحریک انصاف نه سپيناوی غوښتی وو چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند احسان الله احسان چرته دی؟.
پيپلز ګوند ويلي وو احسان الله احسان ټویټ کړی چې د پيپلز پارټۍ د چيرمېن (بلاول بټو) سره به د هغه د مور (بېنظير بټو) په رنګ کار وکړی شي.
د پيپلزګوند سېنېټرې شيري رحمان په سېنېټ کې ويليٍ وو د پارټۍ مشر بلاول بټو زرداري له څه هم وشو زمه وار به يې وزیراعظم عمران خان خان وي، هغې په دې هم نيوکې کړي چې عمران خان ترهګر اسامه بن لادن ته شهيد ویلي دي.
له دغې وروسته هم د احسان الله احسان په نوم د ټويټر جوړ اکاونټ بند کړی شوی وو.
#Twitter has rightly suspended the account of #EhsanullahEhsan after he threatened PPP chairman @BBhuttoZardari of his mother like end. Ehsan is a terrorist and his account should have been deactivated when he had tweeted his first pic.twitter.com/fz5CkLm8EW
— Naimat Khan (@NKMalazai) July 15, 2020