واشنګټن ــــ د نېټو ځواکونو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وایي، د اتحاد د دفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشوې خو وايي له داسې کشمکش سره مخ دي چې په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه اسانه پرېکړه نه شي کولای.
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د نېټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ین سټولټنبرګ پر ټویټر لیکلي، چې په غونډه کې یې په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو د مستقبل په اړه پرېکړه ونه شوه:
"څنګه چې [د دوحې له تړون سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو] د مې میاشتې د لومړۍ نېټې موده را نیژدې کېږي، موږ به د یو اتحاد په توګه خپلو سلا مشورو او همږغۍ ته دوام ورکوو".
افغان حکومت او طالبانو لا تر اوسه د نېټو اتحاد د نننۍ او پرونۍ غونډې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
#NATO Defence Ministers discussed #Afghanistan. We are facing many dilemmas & there are no easy options. We have not taken a final decision on our future presence, but as the 1 May deadline is approaching, we will continue to consult & coordinate together as an Alliance. pic.twitter.com/USwFtAnosc
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) February 18, 2021
ین سټولټنبرګ په یوه بل ټویټ کې لیکلي د دفاع وزیرانو یې په نننۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې په عراق کې له ځایي ځواکونو سره د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې به ملاتړ ته دوام ورکوي:
"موږ به خپل عسکر له 500 تر شاوخوا 4000 پورې زیاتوو او په دې کې به نورې امنیتي ادارې او اړخونه هم شاملوو. د نېټو میشن به د عراق له حکومت سره بشپړه مشوره جاري ساتي".
Ministers decided to expand @IraqNato mission to support local forces in their fight against terrorism. We%27ll increase from 500 to around 4000 personnel & include more security institutions & areas. #NATO%27s mission will continue in full consultation with #Iraq%27s government.
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) February 18, 2021
د نېټو د عمومي مشر پرونۍ خبرې:
د نېټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې د دې اتحاد عمومي مشر ین سټولټنبرګ ویلي، له افغانستانه به خپل ځواکونه حالاتو ته په کتلو باسي، خو وایي د اوس لپاره یواځې دې ته توجه کوي چې څنګه د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
ښاغلي سټولټنبرګ د شورو- چارشنبې په ورځ په آنلاین خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په جواب کې وویل، په افغانستان کې د نېټو ځواکونو پاتېدل په حالاتو پورې اړه لري، وایي طالبان باید د سولې په تړون کې کړې ژمنې پوره کړي:
"تر ټولو لومړی چې نېټو څه کولای شي هغه د سولې د بهیر ملاتړ او د دوحې د تړون بشپړ عملي کېدل دي، موږ به یواځې هغه وخت [افغانستان] پرېږدو چې وخت یې وي".
د نېټو اتحاد عمومي مشر د فرورۍ پر اوولسمه ویلي، په 2001م کال کې له خپلو اتحادیانو سره یو ځای افغانستان ته تللي او یو ځای به وځي، وایي نن د فرورۍ پر اتلسمه به هم پر دې بحث کېږي او بیا به ګډه پرېکړه کېږي:
"مهمه مسله دا ده چې طالبان باید تشدد کم کړي، باید په ښه نیت د سولې خبرې وکړي او له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو لکه القاعده سره پخوانۍ اړیکې پرې کړې او ملاتړ یې پرېږدي".
په افغانستان کې دا مهال 2,500 امریکایي او 7,000 اتحادي ځواکونه پاته دي چې له افغان ځواکونو سره د جګړې او روزنې تر څنګ په نورو برخو کې هم کارونه کوي.