افغان حکومت د نېټو د پرېکړې هرکلی کړی چې د ځواکونو ایستلو په اړه یې بیړنۍ پرېکړه نه ده کړې

ولسمشر اشرف غني او د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ

واشنګټن ــــ افغان حکومت د نېټو د دې پرېکړې هرکلی کړی چې وایي له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې بیړه نه کوي او په دې اړه سلا مشورو ته دوام ورکوي،‌ بل لور ته طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که بهرني ځواکونو له ټاکلي وخت سره سم ونه وځي دا کار به جګړه لا اوږده کړي.

د نېټو د دفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته چې پکې له افغانستانه د دې اتحاد د ځواکونو د ایستلو پرېکړه ونه شوه، افغان حکومت ویلي دا یو ښه ګام دی.

د افغان ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال وایي حکومت یې د نېټو د دې پریکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، ملاتړ او سلا مشورو ته به دوام ورکوي او د ځواکونو په وتلو کې بیړه نه کوي.

دوا خان مینه پال د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي افغان حکومت او نېټو د یو مشترک خطر په وړاندې ګډه مبارزه کوي. ښاغلي‌ مینه پال لیکلي:

"دا مشترک تهدید د القاعدې په شمول ټولې تروریستي ډلې دي، چې له طالبانو سره پیاوړې اړیکي لري، د دوحې تر توافقنامې را وروسته طالبانو باید دا اړیکې قطع کړې وای، خو برعکس غزېدلې او پیاوړې سوې دي".

د نېټو ځواکونو عمومي مشر ین سټولټنبرګ پرون وویل، د اتحاد د دفاع وزیرانو په غونډه کې یې د افغانستان په اړه خبرې وشوې خو وايي له داسې کشمکش سره مخ دي چې په افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه اسانه پرېکړه نه شي کولای.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د نېټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ین سټولټنبرګ پر ټویټر لیکلي وو، چې په غونډه کې یې په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو د مستقبل په اړه پرېکړه ونه شوه او په دې اړه به خپلو سلا مشورو او همږغۍ ته دوام ورکوي.

طالبانو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه د مې تر لومړۍ نېټې د دوحې له تړون سره سم ونه وځي نو دا به جګړه نوره هم اوږده کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نور د جګړې پر اور تېل باید ونه پاشل شي او په افغانستانه کې د پاتېدو پلمې ونه لټول شي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي:

"د دوحې د تړون عملي کول هم د امریکا او ناټو په ګټه دی او هم د افغانستان، نو مقابل جهت هغه ناکامې تجربې باید تکرار نه کړي چې تېر جګړییز حالت ته مو ستنوي، ځکه یو خو دا چې د احتمالي جګړې او هر ډول بشري ناورین مسؤلیت به د امریکا په غاړه وي او بل دا چې بیرته به « د دوحې له تړون پرته» د همدې جنګي حالته د راوتلو بله لاره هم نه و".

بل لور ته نن ماسپښین افغان ولسمشر اشرف غني د نېټو اتحاد له عمومي مشر ین سټولټنبرګ سره په ټیلیفون خبرې کړې دي‌ او دواړو د سولې بهیر، د نېټو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې او د نېټو له خوا د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ینس سټولتنبرګ د نېټو سازمان د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو د کانفرنس په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل او ویې ويل:

"د ناټو سازمان غړي هيوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې له فعالې ډيپلوماسۍ استفاده کوي، چې دغه پروسه بريالۍ شي".

خبرپاڼه وایي ین سټولټنبرګ په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې، د افغانستان د ستونځې پر سوله ییز حل یې ټينګار کړی او د پایداره او باعزته سولې ملاتړ یې کړی دی.