پي‌ ډي ایم دهېواد په استخباراتي ادارو دسینیټ دچئیرمین ټاکنه کې دلاسوهنې تورونه لګولي

پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم په طاقتوره خفيه ادارو د سينيټ د نوي مشر ټاکنه کې د لاس وهنې تور لګولى او په دې هکله یې د اولس په وړاندې د حقاٸقو څرګندولو خبردارى ورکړيدى.

دسينيټ دنوي چٸيرمين د انتخاب لپاره په راتلونکي ١٢م مارچ دحکومتي کانديد صادق سنجراني او د مخالفه ګوندونو داٸتلاف پي ډي ايم دکاندید يوسف رضا ګيلاني ترمنځ سخته مقابله کيدونکې ده.

د ١٠٠ؤ څوکیو لرونکي سینیټ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند د غړو شميره ٤٨ او د پي ډي ايم د غړو شمير ٥٢ دی.

دتيرې دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پي ډي ايم د غونډى وروسته مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کى د مخالفه ګوندونو داٸتلاف مشر مولانا فضل الرحمن په طاقتوره خفيه ادارو د سينيټ دمشر ټاکنه کې د لاس وهنې او د مخالفه ګوندونو دکانديد په ضد دکردار لوبولو تور لګولى دى.

دپاکستان پوځ وړاندې نه د پي ډي ايم لخوا په پوځ اؤ استخباراتي ادارو سیاسي چارو کې دلاسوهنې لګول شوؤ تورونو ته غبرګون کې دا بې ځایه بللي دي.

دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه په دې وروستیو کې ويلي وؤ چې د منتخب حکومت خبره منل د پوځ فرض دی.

هم دمولانا فضل الرحمن دجمعيت علماء اسلام (ف) ګوند سره تړاؤ لرونکی د سينيټ نوى منتخب غړى کامران مرتضی وايي پاکستاني ادارو خپل اعتبار بيللى دی او د ادارو دلاس وهنې له امله ولس اتتخابي نتيجو باندې باور نه لري.

کامران مرتضی وي او ای ډيوه ته ويلي "دا کيدى نه شي چى پوځ بى پلوه پاتې شي او دسينيټ مشر یا چئیرمین ټاکنه کې مداخله ونکړي خو کتل کيږي به دا چې دا مداخله تر کومه موثره ثابتيږي"

وزير اعظم عمران خان دتېر په څېر داځل هم دخپل اتحادي ګوند باپ سره تړاو لرونکی صادق سنجراني دسينيټ دمشر څوکۍ لپاره کانديد ټاکلى دى.

هم دسنجراني دباپ ګوند سره تړاؤ لرونکی دسينيټ غړى کاوده بابر وايي سياسي ګوندونه انتخاباتو کې په يو بل تورونه لګوي خو دی نه ګڼي چى خفيه ادارې دسینیټ دمشر کېدونکې ټاکنه کې مداخله کوي ،هغه وایي د مخالفه پيپلز ګوند مشر بلاول بټهو هم ددی پخلى کوي.

نوموړي پوښتنه راولاړه کړې چې که قامي اسمبلۍ کې د حکومت د اکثريت باوجود دسینیټ شوؤ ټاکنو کې د مخالفه ګوندونو دکاندید یوسف رضا ګیلاني ټاکنه سمه ده نو صادق سنجراني بيا دسينيټ د مشر څوکۍ ولې نه شي ګټلى؟

خو دپيپلز ګوند دسينيټ غړى بهره مند تنګى وايي دواړه ټاکنو کې ډير فرق دى.

هغه وي او ای ډيوه ته ويلي د واکمن تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړو حکومتي کانديد حفيظ شيخ نه زغملو او د هغه مخالفت یې کولو ځکه دوئ د خپل کانديد يوسف رضا ګيلاني د کاميابې دعوه کوله خو واکمن ګوند په کومه خوله او دريځ سره دا دعوه کوي؟

په اګست ۲۰۱۹م کې هم سینیټ دچئیرمین صادق سنجراني په ضد مسلم لیګ نواز ګوند دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړی ؤ خو دغه تحریک کامیابولو کې اپوزیشن ګوندونه پاتې راغلي وؤ.

د مخالفه ګوندونو کانديد بلوچ ملت پاله سينيټر حاصل بزنجو هغه وخت هم د پوځ داستخباراتي ادارې ایپ ايس ایي په مشر جنرل فيض حميد د بې باورۍ دتحريک د ناکامولو او دصادق سنجراني سره د مرستو تورونه لګولي وؤ